سیګار: د افغان ښځو په برخه کې د امریکا پیسې بې ځایه لګېدلې دي

۲۳ سنبله , ۱۳۹۷ ,ساعت ۸:۵۹ ق.ظ -
. د افغانستان د بیارغونې له پروژو د امریکا د څار اداره یا سیګار وایي، چې پروموټ یا په افغانستان کې د امریکا د مرستو هغه پروژه، چې د ښځو پر پیاوړتیا متمرکزه ده، ناکامه ده او د امریکا د مالیې ورکوونکو پیسې بې ځایه لګیدلې دي. سیګار وايي، له دې پروژې نه یوازې ۵۵ ښځو ته ګټه رسېدلې، چې په ښو دندو ګومارل شوې دي. د افغانستان د بیارغونې له پروژو د امریکا د څار اداره یا سیګار له افغانستان سره د امریکا د هغو مرستو د ضایع کېدو خبره کړې، چې شاوخوا دوه کاله مخکې د ښځو د پیاوړتیا په برخه کې شوې دي.    
د سیګار په رپوټ کې راغلي، چې په افغانستان کې د امریکا د مرستو هغه پروژه، چې یوازې د ښځو د پیاوړي کولو پر چارو متمرکزه ده او په نړۍ کې تر ټولو ستر پروګرام بلل کېږي، ناکامه ده او د امریکایي مالیې ورکوونکو پیسې بې ځایه لګیدلې دي.
    ددې پروژې لپاره د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې ۲۸۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړي او هدف یې داو چې له افغان ښځو سره د کارونو په موندلو کې مرسته وکړي او د هغوی سوداګري پیاوړې کړي، خو دغه پېسې ډېرې ضایع شوې. د سیګار د راپور یوه برخه (( د ښځو د پیاوړتیا یا پروموټ پروژې لپاره د امریکا پراختیايي ادارې ۲۸۰ میلیونه ډالره ځانګړي کړي و او هدف یې هم داو، چې له ۷۵ زره افغان ښځو سره د کارونو په موندلو کې مرسته وکړي او هم ښځینه سوداګري پیاوړې کړي، خو ددغو پیسو ډېره برخه بې ځایه لګېدلې ده ))      
د سیګار په رپوټ کې د دې پروژې د یوې مشخصې نتیجې په توګه پر ښو کارونو د ۵۵ افغان مېرمنو د ګومارلو یادونه شوې، خو دا هم ویل شوي چې دا نه ده څرګنده چې دا کار دې د همدې پروګرام له برکته شوی وي.
    د چارو شنونکي وایي، چې له افغانستان سره د بهرنیانو مرستې تر ډېره بیرته د بهرنیانو له لوري د فساد په ډول اېستل شوې او تر اوسه داسې اداره نشته، چې د دوی پر کړنو نظارت ولري. د پروموټ په تړاو دغه رپوټ نیویارک ټایمز ورځپاڼې خپور کړی، خو په کابل کې د سیګار رسمي انټرنیټي پاڼه د نامعلومو دلایلو له امله نه پرانېستل کیږي. په حکومت کې د افغان ښځو د پیاوړتیا یا پروموټ پروژه د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې له خوا د ښځو چارو وزارت او اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون په همکارۍ عملي کیږي، خو ویل کیږي، چې په دې پروژه کې د ولسمشر مېرمن رولا غني هم مهم رول لري.   سیګار

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .