سېت جونز: داعش په افغانستان کې ماتې خوړلې

۲۴ دلو , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۱:۴۴ ق.ظ -

داعش ډله افغانستان کې له طالبانو سره له سیالۍ لوېدلې ده.   د امریکا د دفاع وزارت پخوانی مشاور او امريکايي شنونکی سېت جونز وايي، طالبان د افغانستان له ۵۰ سلنې زیاته خاوره کې فعالیت کوي، خو داعش یوه سلنه کنټرول هم نه لري. جونز، بزنس اینسایډر ویبپاڼې ته په مرکه کې ویلي داعش هیڅکله نشي کولای د ولس پر اذهانو نفوذ وکړي. داعش چې په ۲۰۱۵ کال کې یې په افغانستان کې د شتون اعلان وکړ په دې ګومان و چې په دې هیواد کې به زیات پرمختګ وکړي خو داسې ښکاري چې پراختیا ته نه دي پريښودل شوي د امریکا د دفاع وزارت پخوانی مشاور او د رانډ په نوم نړیوال څیړنیز مرکز مشر کارپوه سیت جونز وايي داعش له طالبانو سره له سیالۍ لویدلي دي.  
سېت جونز: طالبان د داعش په پرتله ستر سازمان دی، او د هیواد دننه ډيرې سیمې په واک کې لري خو داعش یوه سلنه سیمه هم په خپل کنټرول کې نه لري. داعش ولسي نفوذ نه لري او افغان ولس یې پر ضد دی.  
جونز بزنس اینسایډر ویبپاڼې سره په مرکه کې ویلي؛ افغان او ناټو ځواکونو په ګډه په ننګرهار یو شمیر نورو سیمو کې د داعش پر وړاندې بریالۍ مبارزه کړې. سېټ جونز داسې ویلي (( د داعش پر وړاندې د افغان او ناټو ځواکونو عملیاتو ښه پایله ورکړې او شمیر یې ډیر راټيټ شوی، او ښکاري چې تجهیزات یې هم ډیر کم شوي دي. هغوی کمزوري شوي او که پر وړاندې یې عملیات دوام پیدا کړي، سویلي اسیا پاکستان او یا بنګلدیش ته به وتښتي.)) روسیه بیا انديښنه لري چې د داعش جګړه شمال ته لیږدول کیږي او امریکا غواړي په دې سره چین او  مرکزي اسیا ته ګواښونه راپورته کړي. US-AFG

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .