شاجوى کې پر يو کور د توغندۍ  لګيدو پنځو تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولي

۲۰ سرطان , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۰:۳۲ ب.ظ -

دزابل ولايت دوالي وياند ګل اسلام سيال له ټاټوبى نيوز سره په خبرو کې وويل چي په شاجوى ولسوالى کې نن ماذديګر مهال داختر محمد دتيلو پمپ شاته  دملکي وګړو پر يو کور دتوغندۍ دلګيدو له کبله دوه ماشومان وژل شوي او ديوي ښځي په ګډون دوه تنه نور ماشومان هم زخميان دي.

FB_IMG_1525244660293

دسيال په خبره زخميان له شاجوى ولسوالى څخه مرکز کلات ولايتي روغتون ته انتقال شوي. سيال زياته کړه چي ياده توغندۍ دوسله والو طالبانو له لوري توغول شوي خو وسله والو طالبانو په دي اړه تر اوسه رسنيو ته څه نه دي ويلي. بلخوا دسيمي داوسيدونکو په خبره دملکي وګړو پر کور ديادي توغندۍ لګيدو 7تنو ته مرګ ژوبله اړولي چي پکښي درې تنه ماشومان وژل شوي او څلور ښځي زخمياني دي دسيمي اوسيدونکو د زخميانو حالت هم نازک ښودلى.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .