شعر هنر دی نه الهام

۲۰ حمل , ۱۳۹۷ ,ساعت ۵:۳۱ ب.ظ -

د یاران ادبي دېرې په اوه دېرشمه اونیزه غونډه کې  محمد ذاکر ذاکري د شعر الهام دی  کنه؟ په  موضوع باندې خپل ترتیب شوی لیکچر ګډونوالو ته وړاندې کړ.

یاده ادبي ناسته تېره یکشنبه ۱۳۹۷/۰۱/۱۸ نېټه د ماسپښین په دریو بجو د لنکن ښوونیز مرکز په عامه کتابتون کې د کلام الله په مبارکو ایتونو پیل شوه.

 نبي احمدي د دېرې په استازیتوب برخوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د دېرې د تېر یو نیم کلن فعالیت په اړه  معلومات وړاندې کړل.

20180407_151435

احمدي زیاته کړه، یاران ادبي دېره  له تېر یو نیم کال راهیسي په  پکتیکا کې خپل فعالیت کوي چې موخه یې د فکرونو اصلاح، د ادبي ذوقونو روزل او غوړېدا ده.

نوموړي زیاته کړه دېرې په یاده موده کې د هیواد په کچه لویې غونډې ترسره کړي چې بېلګه یې د پکتیا او کابل  د سیمو د دوو ځانګړو شاعرانو نويد زېري او نصیر احمد شهاب په ویاړ لویې ناستې او ادبي ماښامي وو.

همدارنګه یاران ادبي دېرې په یاده موده کې دوه کتابونه چاپ کړي چې یو یې د لیکوال داد محمد ناوک د تفکر په نوم د بېلابېلو مقالو ټولګه او بل د غړوندي په نوم د خالد ریحان شعري ټولګه ده.

احمدي زیاته کړه چې په نږدې راتلونکې کې به د پکتیکا د یو بل ځوان او نوښتګر شاعر بشیر باران شعري ټولګه هم د یاران ادبي دېرې له لوري چاپ شي.

حمید همیم چې د یادې ناستې د دریځ چارې یې پرمخ وړې نعیم پرهېز یې دریځ ته را وغوښت تر څو د تېرې غونډې راپور  وړاندې کړي.

تر راپور اورولو وروسته محمد ذاکر ذاکري دريځ ته راغی او په شعر کې یې د  الهام په موضوع باندې خپل ترتیب کړي معلومات وړاندې کړل.

 ذاکري وویل: [[ د افلاطون او ارسطو له وخته د الهام په ارتباط بحثونه موجود دي خو شعر ته الهام ځکه نشو ويلای چې الهام ډېره پاکه کلمه ده او یوازې د خدای ج  نېکو بنده ګانو ته کېدای شي، حال دا چې شاعري له خدای ج نه منکر او سرکښه کسان هم کولای شي]].

 ذاکري زیاته کړه چې په پخوا وختونو کې به د روم خلکو  د هر څه لپاره یو خدای درلود چې د شعر خدای یې زېوس نومېده نو کله چې به کوم چا شعر ولیکه بیا به یې نورو خلکو ته ویل چې هغه ته د زېوس له لورې الهام شوی او په وینا یې همدغه پخواني روایتونه دي چې اوس یې هم په شعر کې د الهام مساله توده ساتلي کنه شعر یو هنر دی او الهام نشې کېدای.

په لیکچر باندې د بشیر باران تنقیدي نظر دا و چې ذاکري صیب باید یوازې خپل نظر څرګند کړی وای او پرېکړه یې نه وای کړي.

 باران زیاته کړه چې شعر یوازي په الهام هم نشو ور تپلی او دا هم ناشونې ده  چې شعر دې ریاضت وبللی شي ځکه استاد اسدلله غضنفر چې په پښتو ادبیاتو کې یې لسګونه ټوکه کتابونه  لیکلي تر اوسه په دې نه دی توانېدلی چې یو بیت شعر هم ولیکي نو په دې اساس قطعي پرېکړه نشې کېدای.

حمید همیم بیا الهام په دوه ډوله وباله  چې یو یې رحماني او بل یې شیطاني الهام دی.

محب الله ارمل  د شعر لیکلو لپاره ریاضت ، ذوق او علاقه ډېر مهم وبلل.

تر دې بحث وروسه د تل په څېر ازاده مشاعره پیل شوه چې برخوالو پکې خپل ادبي ذوقونه خړوب کړل.

 په پای کې پرېکړه وشوه چې راتلونکې ناسته او مشاعره به د هلمند ولایت له فرهنګپالو او  شاعرانو سره په ژوندۍ بڼه ترسره کېږي.

نبي احمدي

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .