شيدې او ماهي د برګي یا پیس ناروغۍ سبب نه ګرځي

۲۸ حوت , ۱۳۹۶ ,ساعت ۹:۴۳ ق.ظ -

ليکنه: صديق الله اکبري

کۂ کب يا ماهي او شيدي مو په يوخت کې وخوری نو په برګۍ يا vitiligo باندې نه اخته کېږئ

که ماهي او شيدي مو په يو وخت يا لنډه فاصله کې وخوړل نو پۂ پيس مرض نۂ اخته کېږۍ

نن درته د هغه څه پۂ اړه معلومات درکوم چي زياتره وګړې چې شيدې يې خوړلې وي نو ماهي نۂ خوري او کۂ ماهي يې خوړلې وي نو شيدي نۂ څښې

دوي په يو داسي فکر باندې باوري دي چې ګواکي د دواړو يوځاي استعمال مو د عضويت پوستکي په پيس مرض اخته کوي

اما دا چې دا خبره څنګه، ريښتيا او کۂ درواغ ده؟ دلته پۂ دې ليکنه کې واضح کوو

شيدي چې د الله ﷻ يو لوی نعمت دې د ډېرو منرالونو درلودونکي غذايي مواد دي، خو په زياته اندازه کلسيم لري

همدا رنګه د نورو منرالونو ترڅنګ مس هم لري خو د کلسيم په څېر په زياته کچه نۂ! د انسان عضويت کلسيم تۂ په زياته اندازه ضرورت لري خو د کلسيم د جذب لپاره ويټامين ( vitamin D )ته اړتيا ده. ويټامين (vitamin D) هم د کلسيم په څېر د طبيعت څخه په مختلفو لارو لاسته راځي

خو ماهي بيا پۂ زياته کچه ويټامين ډي لري(vitamin D) لکه څنګه چې شيدي په يؤ مقدار مس لري نو ماهي هم په کمه اندازه مس لري

دا چي موږ يادونه وکړه چي عضويت مو کلسيم تۂ ډېره اړتيا لري او ويټامين ډي تۂ مستقيماً د کلسيم د جذب لپاره زياته اړتيا لرو.

23

دا چې هلته په شيدو کې په زياته اندازه کلسيم دي او دلته ماهي په زياته انذازه ويټامين ډي (vitamin D ) لري نو په چټکۍ سره د کلسيم جذب په جريان کي وي او دا مو د انرژۍ د زياتيدو سبب کېږي چي پۂ زياته اندازه انرژي د انسان د مستيدو لامل کيږي

تر دي ځايه مو ليکنه پۂ دي خبره راڅرخي چي د شيدو او ماهي يو ځای او يا په لنډ وخت کي د دواړو استعمال د پيس مرض د رامنځته کيدو کوم څه نشته خو دا چې ولي د پيس مرض خبره دومره ګرمه ده دليل يې بل دې، مخکي مو ولوستل چي ماهي او شيدي د کلسيم او ويټامين ډي (vitamin D) ترڅنګ يو انذازه مس هم لري

دا چې مس پۂ زياته اندازه په شيدو او په ماهي کې شتۂ نو د ويټامين ډې او تيټ PH پواسطه د يؤ لړ مرحلو تېرولو وروسته د وينې دوران ته جذبېږي نو ماهې او شيدو په يو وخت يا په کمه فاصله د وخت کې خوړل د مسو د سويې د لوړېدو سبب کېږي.

کله چې مس ډېر شې نو د مسو ټول ميتابولېزم پۂ ځيګر کې صورت نيسي چې د مسو د سويې لوړېدل د ځيګر پۂ Hepatocyte حجراتو باندي بده اغېزه لري چې د ازادو راډيکلونو سره په تماس کې راځې چې په دغه وخت کې په ځيګر باندې toxic يا hydrogen pyroxide تاثېر لري او دا هايدروجن پرکسايډ د ځيګر د حجراتو د غشاء د تخريب سبب ګرځي او مس په صفرا کې نۂ افرازيږي کله چې نوموړي غشا تخريب شې نو مس په زياته اندازه دوران تۂ ازادېږي او د دوران لۂ لاري که هرې برخې ته لاړ شې نو د هماغې برخي د تخريب سبب کېږي خو که پوستکي ته لاړ شي نو د Blue Pegmentum لامل کېږي چې دا پۂ اصل کې د ميلانين د تخريب لۂ کبله منځ ته راځي او دا د مسو د زياتېدو پۂ نتيجه کې منځته راځي.

هغۂ چې موږ پري د پيس يا برګي مرض ګومان کوو پۂ اصل کې blue Pegmentum

دې چې دا د غذايې تسمم لۂ کبله رامنځته کېږي او د تداوۍ وړ ناروغي ده او پيس يا برګۍ لۂ دي ناروغۍ سره خورا لوی فرق لري

پيس يا برګي يو Hereditary يا ارثي ناروغي ده چې په اړه به يې نور معلومات بيا په ځانګړي ډول پۂ بله ليکنه کې وړاندې کړم

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .