شېخ فاني چاپ شو!- امرالله امېد

۲۰ عقرب , ۱۳۹۶ ,ساعت ۹:۱۵ ب.ظ -
وايي چې ليکنې د ليکوال د زړه وينې دي، که دا خبره سمه وي، نو د زړه د وينو ۱۳ کتاب مې هم چاپ شو، چې ورسره ټولټال زما دغه کتابونه چاپ شوي دي: 1. ترخې خاطرې (ناول) 2. ستوري کيسه کوي(ناول) 3. د خدای په کور کې(د لنډو کيسو ټولګه) 4. روحي ناروغ(طنزيه ټولګه) 5. د ښاپېرو په حرم کې(طنزيه ټولګه) 6. فکر په کار دی (نثري ټولګه) 7. رښتیا به وايو (نثري ټولګه) 8. دا هماغه هندوستان دی( د هند سفرنامه) 9. يو زر و يو دليلونه ( ژباړه) 10. وزر ( تخليقي ټولګه “ وجيزې“) 11. ټولنيز ارزښتونه (نثري ټولګه) 12. فولکلوريکه درملنه( څېړنيزه ټولګه) 13. شېخ فاني(همدا اثر) د کتاب د چاپ لکښت دروند او عزتمن فرهنګي شخصيت الحاج محمد نادر سرشار صاحب پر غاړه اخيستې او د هغه د مادي امکاناتو او معنوي لورينې له برکته چاپ شوی دی، چې د زړه له تله ترې منندوی يم. شېخ فاني يو تخيلي کرکټر دی، چې موږ ته د تېرو وختونو او ارزښتونو کيسې کوي. د کتاب محتوا فولکلوريکه پانګه ده او د تېرې نږدې يوې پېړۍ کيسې او حکايتونه زموږ مخې ته ږدي. د کتاب پښتۍ ځوان او نوښګر زيوراحمد چوپړ صاحب ډيزاين کړې، چې ترې ځانګړې مننه کوم. دا کتاب به انشاالله هر فرهنګي ملګري او د مطالعې مينه وال ته په وړيا ډول ورسي.
 am

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .