ضدي ماشومان څه ډول آرام کړو؟

۲ عقرب , ۱۳۹۷ ,ساعت ۲:۴۷ ب.ظ -

ژباړه: حميدالله حميدي

مور او پلار تل د خپلو ماشومانو له ضد څخه کړېږي. که په دغه حساس وخت کې مور او پلار لږ څه بې غوري هم وکړي، کېدای شي د ماشوم پر راتلونکې منفي اغېز وکړي، خو که یو څه له حوصلې کار واخلي او هغه لارې چارې وکاروي چې ماشوم ته یې ښه روحیه ورکړي، هم به یې ماشوم ښه روزلی وي او هم به دوی نه وي په عذاب. له دې ستونزو سره مبارزه اسانه ده.

Mother scolds her son

لومړی ټکی دا دی چې له داسې بوختوونکو کارونو څخه ګټه واخلي چې وکولای شي هم خپل ضدي ماشوم ارام کړي او  هم یې د یوه وخت لپاره درسره همکار کړي. فرض کړی د خپلو ماشومانو غاښونه بورس کوی، خو ماشوم مو درته خپله خوله نه وازوي، د نوکانو اخیستلو پر وخت درته لاس یا پښې په سم ډول نه نیسي، څه باید وکړئ؟ ماشوم مو وخندوئ، د ماشوم خندول د مسواک وهلو او یا هم د درملو خوړو ته تر ټولو غوره لاره ده. کله چې ماشوم خاندي، نه یوازې دا چې فکر یې بل ځای نه وي مصروف، بلکې خوله یې هم وازه وي.

ماشوم ته مو د خپل کوچنیوالي په اړه خبرې وکړئ. د دې لپاره چې ماشوم مصروف وساتی، تر ټولو غوره لاره یې دا ده چې ماشوم ته مو کیسې او داستانونه ولولئ.

(1)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .