ضد تر دې حده هم وي

۲۱ جدی , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۲:۱۵ ق.ظ -

په چین کي د دوو کسانو تر منځ لفظي شخړه رامنځ ته سوې وه او وروسته دواړو یو داسي کار کړی چي د کلي ټول خلګ ورته حیران پاته دي.

دې دوو کسانو د جګړې وروسته خپل قیمتي قیمتي موټران یو د بل د موټرونو مخ ته درولي او دوی وايي چي تر هغه وخته به ئې ایسته نه کړي تر څو بخښنه و نه غواړي.

د دوی موټران دېر قیمت لري چي تقریباً د دواړو موټرونو ارزښت تر یو لک ډالر اوړي، خو بیا هم دوی خپل ضد اخیستي او دا یو کال کېږي چي موټران یو د بل مخ ته ولاړ دي او موټران ئې په دوړو کي داسي سوي چي رنګ ئې لا هم نه معلومېږي.

دوی دواړه اوس په رکشو او ټکسیانو کي ځي او راځي خو خپل موټران نه ایسته کوي. جالبه خو لا دا ده چي هر یو وايي چي لومړی دي دی بخښنه وغواړي او بل وایي چي لومړی دي دی بخښنه وغواړي او دا یو کال کېږي همداسي خبري رواني دي.

۱۱ ځله کتل شوی
دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed