طالبانو د خاص اروزګان ولسوالۍ محاصره کړې

۲۶ ثور , ۱۳۹۷ ,ساعت ۲:۰۸ ب.ظ -
د اروزګان ولایت خاص ارزګان ولسوالي وسله والو طالبانو سخته محاصره کړې.   د ارزګان ولایت خاص ارزګان ولسوالی چي د تیرو دریو شپو را پدېخوا د وسله والو طالبانو تر سختي محاصرې او بریدونو لاندي ده شېبه په شېبه وسله وال طالبان د ولسوالی، امنیه قومندانی او ملي اردو قرار ګا ته نژدې کیږي.   مشرانو جرګه کي د ارزګان استازی محمد حنیف حنیفي شمشاد ته وویل چي دا مهال یوازي د ولسوالی تعمیر، امنیه قومنداني او د ملي اردو یوه قرارګاه د دولت تر ولکې لاندي ده او نوره ټوله ولسوالي طالبانو نیولې.   د نوموړي په وینا که د حکومت له لوري بېړنی اقدام ونه شي ولسوالي سقوط کیږي.   دفاع وزارت مني چي دغه ولسوالی کي جګړه روانه ده خو وايي دوی هڅه کي دي وسله وال طالبان په شاه کړي. محمد رادمنش وویل چي دغه ولسوالی کي د افغان ځواکونو هوايي او ځمکني بریدونه روان دي څو ولسوالي له سقوطه وژغورل شي. وسله والو طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه رسنیو ته وروستي جزیات نه دي ورکړي خو تېره ورځ یې ویلي وه چي د دغي ولسوالی ډېری برخي د دوی لاس ته ورغلي. طالب ۱۶

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .