طالبانو د سرپل په سنچارک کې پر ۳۰زره هکتاره ځمکې د کښت مخه نيولې

۲۶ حمل , ۱۳۹۷ ,ساعت ۹:۵۱ ق.ظ -

د سرپل ولايت د سانچارک ولسوالۍ ځينې اوسېدونکي ادعا کوي چې طالبانو د دوی پر ۳۰زره هکتاره ځمکې د کښت مخه نيولې او له همدې امله يې سيمه پرې اېښې ده. د سانچارک د مسجد سبز کلي اوسېدونکي وايي چې په دې سيمه کې نږدې دوه زره کورنۍ ژوند کوي او يو شمېر يې له څلورو کلونو را په دېخوا د دولت د مخالفينو پر وړاندې وسلې پورته کړې دي. دوی ادعا کوي چې وسله وال طالبان د مسجد سبز پر شاوخوا کليو واکمن دي او د د دې سیمې خلکو ته چې ډېری يې بزرګران دي، اجازه نه ورکول کېږي چې خپلې ځمکې وکري. د دې سيمې يوه اوسېدونکو زیاته کړې، هغه کسان چې خپلو ځمکو ته ځي، طالبان يې په نښه کوي او څه وخت وړاندې يې په لږ ور هاخوا سيمه کې يو شپون وواژه. هغه زياته کړه: “د حکومت لپاره مو قرباني ورکړه او وجنګېدو، خو اوس خپلې ځمکې نه شو کرلای، حکومت هېر کړي يو، که وضعيت همداسې دوام وکړي، د مسجد سبزخلک به له قحطۍ سره مخ شي او د سيمې پرېښودو ته به اړ شي.
  سرچينه وايي چې د يادې سيمې خلکو څه وخت مخکې يوه پوسته درلوده او د طالبانو پر وړاندې جنګېدل، خو د طالبانو له خوا ونيول شوه او د دې سيمې ۱۲ کسان په کې ووژل شول.  
د يادې سيمې يوه بل اوسېدونکي جاويد وويل چې د مسجد سبز کلي اوسېدونکي خپل عايد د کرنې له لارې ترلاسه کوي او که کښت ونه کړي، وږي پاتې کېږي. هغه وويل: “له حکومته غواړم چې د دغو خلکو لپاره دې د روانې ستونزې حل لار پيدا کړي.” د سرپل د ولايتي شورا غړي اسدالله خرم هم د دغې  سيمې د اوسېدونکو د ستونزو د تاییدولو تر څنګ خبرداری ورکړ چې که حکومت د دې ستونزې حل ته پام ونه کړي، خلک به د قحطۍ او لوږې له امله د سيمې پرېښودو ته اړ شي. نوموړي دغه راز زياته کړه چې دې ستونزې ته د نه پاملرنې په صورت کې به د سيمې خلک کډه وکړي او په سانچارک کې به د حکومت دفاعي کرښه د طالبانو په ګټه ماته شي. د مسجد سبز سیمې اوسېدونکي وايي چې خپلې ستونزې يې څو څو ځلې له ځايي حکومت سره شريکې کړې دي او د مرستې غوښتنه يې کړې، خو حکومت د دوی د غوښتنو پر وړاندې چوپ پاتې دی او هېڅ عملي اقدام يې نه دی کړی. کرنه

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .