طالبانو د څو ساعتونو لپاره د جغتو ولسوالي په خپل تصرف کې ساتلې وه

۲۶ ثور , ۱۳۹۷ ,ساعت ۲:۴۲ ب.ظ -
طالبانو تیره شپه د څو ساعتونو لپاره د غزني جغتو ولسوالۍ امنیه قومانداني په خپل تصرف کې درلوده. د غزني سیمه ییزو چارواکو ویلي، طالبانو تیره شپه هم هاله په جغتو، اندړو، ګېرو او ده یک ولسوالیو بریدونه وکړل.   د غزني ولایتي شورا غړي نصیر احمد فقیري وايي، تیره شپه شاوخوا یوه بجه طالبانو پر جغتو ولسوالۍ برید وکړ چې د څو ساعتونو لپاره یې د ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ ودانۍ په واک کې وه. فقیري وايي، نښته کې شپږ سرتیري وژل شوي، یو ټانګ، د پولیسو یو رینجر موټر او یوه اندازه وسلې او مهمات د طالبانو لاسته ورغلي دي. بلخوا د زنخان ولسوال محمد ضیا یعقوبي منلې چې په دې ولسوالۍ کې د پولیسو درې پوستې سقوط شوي چې ۱۲ سرتیري په کې وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. طالبان غزني

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .