طالبان او مجاهدين!

ليكوال: ليکوال: نويد (خاموش) ۲ میزان , ۱۳۹۳ ,ساعت ۲:۱۳ ب.ظ -

مجاهدينو سپېڅلى جهاد وکړ، د سر او مال په قيمت يې افغانستان ته د روس له سرو لښکرو څخه نجات ورکړ. هغه وخت جهاد يوه فريضه وه او بايد هر واجدالشرايط انسان خپله دا فريضه ادا کړې واى، ځکه روسانو پر افغانستان د ټولو بين المللي قوانينو خلاف يرغل کړى و او افغانستان يې د خپل استثمار او استعمار له امله اشغال کړى و. روسانو ځان د نړۍ ستر قدرت باله او په ټوله سيمه کي يې پوځي راج چلاوه، خو د افغانستان مسلمان ملت او مجاهدينو په تشو لاسو، قوي مټو او فولادي عزم داسي ماتي ورکړه چي نن د افغاني تاريخ زرين باب او فصل جوړوي. افغانستان د مجاهدينو د جهاد او مقاومت په ترڅ کي له روسي مستعمرې څخه وژغورل شو. مجاهدين بريالي شول او د افغانستان په پلازمينه کابل او ټول هيواد کي اسلامي بيرغ يو ځلي بيا په رپېدو شو. په هر صورت، د افسوس ځاى دادى چي مجاهدين يو ملي توافق ته ونه رسېدل او د يو ملي حکومت په جوړولو کي پاتي راغله او په خپلمنځي جګړو واوښتل، چي له دې موقع څخه په پاکستان کي د طالبانو تر عنوان لاندي يوې جوړي شوي ډلي استفاده وکړه، هغوى بيا پر مجاهدينو جهاد روا کړ، مجاهدين يې بدنام کړل، په سپکو نومونو يې ياد کړل، آن تر دې چي مجاهدينو ته به يې په (ټوپکيان) خطاب کاوه.

طالبانو پر دې ټولو سربېره د مجاهدينو د توهين لپاره علیحده ترانې او غزلي جوړي کړلې چي د مجاهدينو پکي سخت سپکاوى شوى و او باالاخره تر دې چي د مجاهدينو يو شمېر مخور جهادي قوماندانان يې تر خپل تسلط لاندي سيمو کي بندي کړل، ځيني يې ووژل او ځيني يې تر مرګه ووهل او د دوى د نظام تر سقوطه پوري ځيني جګپوړي پخواني مجاهدين په زندانونو کي پراته وو، نو طالبان د مجاهدينو تر خلق او پرچم هم خلاف شول، خو نن بيا بيرته خبره بل ډول شوه، هغه دا چي اوس طالبان ځان ته طالبان نه، بلکي مجاهدين وايي، په داسي حال کي چي طالب او مجاهد د معنی، مفهوم او اصطلاح له مخي يو له بل سره ډېر توپير لري. طالبان په هيڅ صورت مجاهدين کېدلاى نه شي او نه مجاهدين په هيڅ صورت طالبان کېدلاى شي، دا ځکه چي (لله الحمد) همدا اوس په افغانستان کي د مجاهدينو نظام دی، مجاهدين د دې نظام مشري او رهبري کوي، خو طالب بيا په غره، کلي، ولسوالۍ او وطن کي بې ګناه انسانان په قتل رسوي، نو مجاهدين او طالبان بايد په سم ډول تفکيک کړو.

مجاهدين د افغانستان د استقلال ستوري دي، خو طالبان بياد پنجاب په کاميابۍ کي د افغانستان استقلاليت ويني. نو ددې ډول کلماتو او الفاظو په کارولو کي بايد د پوره احتياط څخه کار واخلو، بالخصوص رسنۍ او ځيني اشخاص بايد دې ته پوره پاملرنه وکړي چي وسله وال طالبان مجاهدين نه دي، مجاهدين معلوم دي اوس هم د خپلي خاوري، هيواد، وطن او ارضي تماميت څخه د سر په بيه دفاع کوي، خو طالبان بيا بالعکس بې ګناه انسانان په شهادت رسوي چي مشري يې مخامخ د پاکستان استخباراتي کړۍ کوي او په جګړه کي هم د افغان طالبانو سره اوږه پر اوږه پاکستاني پوځيان د طالبانو په لباس او قيافه کي جنګېږي، نو فلهذا مجاهدين او طالبان که له هري زاويې وڅېړل شي، خورا ډېر فرق سره لري. مجاهدين د افغانستان د نجات سبب ګرځېدلي البته نن هم د افغانستان د نجات سبب ګرځېدلي او پرون هم، خو برعکس طالبان بيا پرون هم د پنجاب حلوا ته ناست وو او پر دې ملت يې د ماتم کاڼي اورول او نن هم کټ_مټ هم هغه لوبه تکرارېږي، افغانان د پنجابيانو په فتوا وژل کېږي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .