طالبان د بقا او پنا پر کرښه

۱۹ سرطان , ۱۳۹۷ ,ساعت ۲:۳۱ ب.ظ -
لیکوال: خالد دوست
له اوولس کلونو وروسته یو ځل بیا طالبانو ته د فکر او غور موکه په لاس ورغلې، دا موکه طالبانو لپاره برخلیک ټاکوونکې ده! د دوه زره یو کال د سپټمبر یولسمې پېښې وروسته چې طالبانو خپل رژیم له لاسه ورکړ هغه هم همداسې وضعیت وو. هلته له طالبانو د نړیوالو او امریکا اصلي غوښتنه د القاعده د مشر په سپارلو او ددې ډلې د پوځي تحرکاتو او فعالیتونو د مخنیوي غوښتنه وه چې طالبانو رهبرۍ رد کړه او بلاخره خبره د دوی د رژیم په نسکوریدو، او افغانستان ته د امریکا په مشرۍ د ناټو پوځونو په راتلو تمامه شوه. د القاعده مشر اسامه بن لادن امریکايي ځواکونو وواژه، د شبکې مهم غړي یا ووژل شول او یا هم تر اوسه زندانیان دي. القاعدې شبکې نه هم د خپل مشر غچ واخیست او نه یې هم د سپټمبر یوولسم په څیر بریدونه وکړل، بس چاچې ددې لوبې لویه قرباني ورکړه هغه طالبان وو! د طالبانو رژیم له منځه لاړ، د رهبرۍ په کچه سلګونه افراد یې ووژل شول، زرګونه جنګیالي یې وژل شوي، دا لړۍ اوس هم دوام لري او زندانونه خو ډک له طالبانو دي! طالبانو دا هر څه په خپل لاس کړي، دوی په خپلو افراطي پریکړو کې چاته د خبرو کولو او نه هم مخالف نظر حق ورکاوه، د اسلامي نړۍ عالمان یې ان همغه وخت هم د لویدیځ ملګري بلل! اوس پوښتنه داده چې د دوی لاسته راوړنه څه شوه او څه ده؟ د سعودي عربستان، اسلامي همکاریو سازمان او نورو اسلامي بنسټونو له لوري طالبانو ته د سولې پیغام یو بل طلایي چانس دی! دا په دې مانا که طالبان د اسلامي نړۍ دې وړاندیز ته مثبت ځواب ووايي نو له یوې خوا به یې کم تر کمه په  اسلامي نړۍ کې خواخوږي ساتلي وي او له بل لوري به یې راتلونکې کې ددې تحریک غړو ته د رڼايۍ یوه کړکۍ پرانیستی وي. برعکس د طالبانو ضد او په خپل پخواني دریځ ټینګار به دا ځل دغه ډله له داسې یو برخلیک سره مخ کړي چې دوی به یې په اړه فکر هم نه وي کړی! نور د طالبانو ډله یوموټی نه شي پاتې کیدای، اجباري ولسي ملاتړ او په ځېنو ځایونو کې دوی ته بسپنه نوره یو ادرس ته نه ځي، اسلامي نړۍ چې د خپلو حکومتونو پریکړو ته درناوی کوي، طالبان به په همغه نوم وپيژني چې حکومتونه یې ورته ټاکي! په اسلامي هېوادونو کې د حکومت پر ضد وسله وال فعالیتونه د بغاوت په نوم دي، هغوی چې حکومت ضد فعالیتونه کوي، دولتي واکمني ننګوي او بلوا جوړه وي هغوی ته یاغیان وايي، شریعت بیا یاغیانو پر ضد مبارزې ته د جهاد نوم ورکړی، ملاتړي یې د دوی د جرم شریکان ګڼلي نو اوس پوښتنه داده که اسلامي هېوادونو دیني عالمان طالبان هم د ورته ډلې په نوم اعلان کړي، هغه وخت به د طالبانو برخلیک څه وي؟ سعودي عربستان او ټوله اسلامي نړۍ اوس دا ګوري چې د افغان جګړې اصلي او لومړني قربانیان څوک دي؟ هغوی هر ورځ په وینو لړلي ولسي مخونه، د باروتو په اور سوي جسدونه ویني چې ټول یې ملکیان او افغانان دي. پس دا جګړه د چا پر ضد ده؟ او قربانیان یې څو ک دي؟ هر څه واضح دي. دا نو اوس د طالبانو لپاره اخري موکه ده، د سپټمبر یوولسمې وروسته د طالبانو پر ضد نړیوال دریځ په سر کې امریکا وه، د طالبانو همدې پلمې جګړه تر اوولس کلونو وغځوله چې ګنې دوی سره لویدیځ د مذهب له مخې دښمني پالي خو اوس خبره بل ډول ده. اوس نو د سولې لپاره سعودي عربستان یا د اسلامي نړۍ رهبري مخ ته شوې، دیني عالمان اوس جګړه له دیني اړخه ارزوي او پر پایلو یې بحث او خبرې کوي. که طالبان د اسلامي نړۍ له دې وړاندیز مخ تاو کړي نو دا به یې نه جبرانیدونکې تیروتنه وي! د امریکا په سیاسي فشار د طالبانو لومړۍ درجه ملاتړي هېواد پاکستان د طالبانو ډیر مهم غړي لاس تړلي امریکا ته وسپارل نو که د  اسلامي نړۍ فشار پر پاکستان راغی هغه وخت به بیا پاکستان د خپلو ګټو او په اسلامي نړۍ کې د خپل نفوذ او مقام ساتلو لپاره پر طالبانو له دې هم لویه سودا وکړي چې هغه مهال به طالبان یواځې او له ټولو اړخونو به ناهیلې وي. لیکوال ۱

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .