طالبان د چا د ګټو لپاره کار کوي!؟

۱۰ عقرب , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۰:۰۹ ق.ظ -

لیکنه:نوید افغان

څو ورځي مخکي د يوې خونړۍ پېښي په پايله کي وسله والو طالبانو نه يواځي کندهار نه، بلکي افغانستان د غم، وير او ساندو پر ټغر کښېناوه.

د وسله والو طالبانو دې عمل په ټوله نړۍ کي عکس العملونه او د وسله والو طالبانو په وړاندي مخالفتونه راوپارول.

جنرال رازق د ډيورنډلاين شهيد دی، جنرال رازق د پاکستان د منافعو څخه د خپل ولس او خاوري ساتني شهيد دی.

جنرال رازق د بولدک  ولسوالۍ د لقمان کلي پر سر څو ځلي د پاکستان د استخباراتي شبکې او پوځ سره جګړه وکړه او هغوی يې د جګړې په زور د لقمان کلي څخه په زور پر شا وتمبول.

همدا راز جنرال عبدالرازق څو ځلي د کندهار په مربوطاتو کي د پاکستان او افغانستان تر منځ د اغزن تار مخنيوی او د کندهار د سپین بولدک د سرو څاهانو په سيمه کي ګڼ شمېر هغه پاکستاني پوځيانو، چي د اغزن تار د کشولو هڅه کول مرګ ژوبله واړول.

د ځينو راپورونو په اساس، جنرال رازق د شاوخوا (پنځه دېرش) مرګونو حملو څخه ژوندی راوتلی و.

د پاکستان سياسيونو او لوړپوړو چارواکو ته په جنوب کي د جنرال عبدالرازق شتون د منلو او زغملو وړ نه و، نو په همدې اساس د پاکستان استخباراتي شبکې يا (آی ايس آی) له هغه اولي ورځي څخه هڅه کول چي د جنرال رازق مخه ونيسي.

وسله وال طالبان ځان اسلام ګڼي، ځانونه د اسلام مدافعين او د قرآني آوامرو پلويان معرفي کوي، خو د جنرال رازق په څېر د يو وطندوست شخص په شهادت رسولو وښودل چي طالبان د قرآن او اسلام لپاره نه، بلکي د (آی ايس آی) د دفاع او اهدافو لپاره بې ګناه مسلمانان ښځي او ماشومان هره ورځ په شهادت رسوي.

جنرال رازق د پاکستان د اهدافو او ډيورنډ کرښي په دواړو خواوو کي د خپل (پښتون ټبر) ساتنه کول، خو طالبانو يوه ورځ هم د پاکستان د غيرقانوني او شرعي افعالو په وړاندي حتا عکس العمل هم ښکاره نه کړ، جګړه خو څه کوې.

جنرال رازق د پاکستان سره سر وجنګوۍ او دا وړاندوينه يې تر شهادت مخکي کړې وه چي باالخره د پاکستان لخوا د خپل ملت د منافعو د دفاع په خاطر وژل کېږي.

طالبان او اسلام ډېر سره لېري دي، طالبان د پاکستان د ګټو مدافعين دي، دوی کټ-مټ د پاکستان د استخباراتي شبکې څخه په مستقيم ډول آوامر ترلاسه کوي او په افغانستان کي د اسلام تر عنوان لاندي د پاکستان د استخباراتو ګټي ساتي. نو افغان ملت بايد منسجم شي او د وسله والو طالبانو او پاکستان لاسونه نور ورلنډ کړي، تر څو په افغانستان کي دايمي سوله او ثبات راشي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .