طالبان سیاست ګټي، که زوال به شي ؟ ارشاد رغاند

۱۹ جوزا , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۰:۳۷ ق.ظ -

د وسله والو طالبانو د نظامي شورا یوه غړي له این بي ایس خبري شبکې سره په مرکه کې د افغان حکومت اعلان کړي جنګي اوربند ته د رد ځواب ویلی او زیاته کړې یې ده، چې دوی په روژه کې د ډېر ثواب ګټلو په نیت هم جګړې ته دوام ورکوي .

دغه طالب مقام، چې د نوم یادونه یې نه ده شوې پخپله دغه مرکه کې دا هم ویلي، چې د اوربند له مسئلې سره ځکه هوکړه نه شي کولای، چې د دوی ډېر قومندانان د افغانستان مختلفو ولایتونو ته د جګړې لپاره تللي او د دوی په ادعا اوس د جګړې په میدان کې برلاسي دي .

سره له دې، چې د وسله والو طالبانو مطبوعاتي برخې رسماً تراوسه د اوربند په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو دې ته په کتو سره، چې دغې ډلې په کابل کې د سولې په پلوۍ د زرګونه افغان دیني عالمانو ګډه جرګه او غوښتنې یې رد کړي، دا احتمال شته، چې د اوربند وړاندیز به هم په رسمي ډول رد کړي .

TL

سیاسي بایله؛ تاریخي تکرار

د افغانستان د معاصر تاریخ په حواله کیدای شي وسله وال طالبان د شوروي ضدو افغان مجاهدینو د سیاسي بایلې د تجربې تکرارونکي وګڼو . د دوی مشابهت دا دی، چې د دغو مجاهدینو مشران هم د طالب مشرانو په شان په پاکستان کې مېشت او ډېرې پریکړې یې د پاکستاني چارواکو په امر ترسره کیدې .

له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو تر وتو وروسته څو کاله پرله پسې افغان واکمن ډاکټرنجیب دغه مجاهدین د سولې خبرو او حتا د دوی په خوښه د یوه بې طرفه موقت حکومت جوړولو ته وبلل، خو د مجاهدینو مشرانو د پاکستان په فشار دغو وړاندیزونو ته د رد ځواب ورکاوه .

دوی دغه راز په مغرورانه ډول په زوره د کابل د نیولو ګواښونه کول او ویل یې، چې د تکبیر د نارو په بدرګه به کابل نیسي او د کمونیست پلوه رژیم پاتې شوني له منځه وړي .

د افغان مجاهدینو د سیاسي ناکامۍ او حتا د هېواد د ورانۍ په عامل د دوی د بدلیدو یو لوی دلیل د هغوی دغه سیاسي بایله او د مستقلو پریکړو تشه ګڼل کیږي .

وسله وال طالبان، چې د دوی په ادعا له پيله د رامنځته کیدو فلسفه یې د افغان جهادي تنظیمونو په لاس له رامنځته شوې ګډوډۍ او شروفساد څخه د هېواد ژغورل وو، اوس عملاً د دغو تنظیمونو د زوال په تمځای کې ولاړ دي .

د دوی په اړه ډېر دلایل شته، چې اوربند ته یې نه غاړه ایښودل د پاکستان په خوښه شوې، ځکه پاکستان د اوربند او په ټوله کې د افغان سولې، ثبات او سوکالۍ تر ټولو ستر دښمن دی . مخکې له دې چې د افغانستان دیني عالمان د لویې غونډې په کولو سره د روانې جګړې د حراموالي فتوا ورکړي، د افغانستان ملي امنیت ادارې افشا کړې وه، چې پاکستاني چارواکو په کراچۍ کې له طالب مشرانو سره غونډه کړې او په افغانستان کې یې د جګړې د شدیدولو امر ورته کړی .

سرچینې ویلي و، چې له دې امر څخه د پاکستان یوه موخه دا وه څو افغان حکومت له طالبانو سره په جګړه بوخت شي او دوی يې په منځ کې پر ډیورنډ کرښې اغزن تار ولګوي .

وروسته د پاکستان د پوځ ویاند جنرال آصف غفور د دې پرځای، چې د افغان سولې بهیر د ملاتړ ژمنه په عمل کې ثابته او د سولې په اړه د افغان عالمانو فتوا تایید کړي، په نامستقیم ډول طالبانو ته د جګړې په دوام داره کولو کې رسنیز ډاډ ورکړ .

آصف غفور په یوه خبری ناسته کې وویل، چې پاکستان له بهرنیو ځواکونو سره له افغانستانه په وتو کې مرسته کوي . دا کنایوي او مغرضانه ډاډ په اصل کې وسله والو طالبانو ته د روانې جګړې د ګټلو ډاډګیرنه وه . هغه څه، چې ممکن دغه ډله پرې ریښتیا هم ډاډه شوې وي او د جګړې له اوربند او د سولې له وړاندیزه لیرې تښتي .

سیاسي ځانوژنه

وسله والو طالبانو د تېرې دوشنبې پر ورځ د روانې جګړې پرضد د دیني عالمانو د جرګې پر یوې څنډې برید وکړ، چې یو شمېر دیني عالمان یې شهیدان او ټپیان کړل . افغان ولسمشر اشرف غني دغه برید او د سولې له وړاندیزه انکار د طالبانو سیاسي ځان وژنه وګڼله .

خو آیا ریښتیا طالبان سیاسي ځانوژنه کوي ؟ د دې پوښتنې ځواب (هو) ښکاري؛ ځکه د سولې په اړه وروستۍ هڅې او د اوربند لپاره د افغان حکومت یو اړخیز اقدام یو ځلي او خودجوشه حرکتونه نه دي، چې حکومت ورته غاړه ایښې وي .

حکومت د جګړې د یوه اړخ، یا د دفع کولو د مشروع قوت په توګه تردې مخکې د وسله والو طالبانو په ګډون د ټولو جنګي ډلو پر وړاندې ځپونکی و، خو ترهغې وروسته چې د وسله والو مخالفینو په بریدونو کې ملکي تلفات اوج ته ورسیدل او د سولې په اړه یې په مختلفو سطحو د ولس او علماوو فشارونه زیات کړل، حکومت د دغو فشارونو په پایله کې د سولې او اوربند په اړه نرمښت غوره کړ .

دا، چې طالبان دغه نرمښت ته سهواً یا د خپلو پردیو ملاتړو په اشاره د حکومت د کمزورۍ او خپلې برترۍ په سترګه ګوري، واقعاً سیاسي ځان وژنه کوي . دوی په دې ډول یوازې له حکومت سره نه؛ بلکې له ټولو سوله غوښتونکو او په دې اړه له فشار راوړونکو سره ځان مواجه کوي .

دا مواجه کیدل او د سولې بیا، بیا غږونو ته د (نه) ځواب ویل له شک پرته، چې بدې پایلې لري .

د نه اوربند پایلې

لکه چې معلومه ده طالب قومندانانو ته پر دوی د پاکستان فوق العاده واکمني او له دې کبله ډېرشوي ولسي حساسیتونه نور له زغمه وتي؛ دا بې زغمي څو کاله وړاندې په پاکستان کې د طالبانو د بنسټګر او مشر ملاعمر له مرموزې وژنې وروسته ثابته شوه . ډېری طالب قومندانان، چې اوس په څو انشعابي ډلو کې خپل فعالیتونه مخته وړي، د دغې وژنې ترشا یې د پاکستان لاس لیده او د دې کار پر وړاندې یې د خپلې رهبرۍ شورا د ځینو غړو په خاموشۍ نیوکه لرله .

د ملا عمر تر مرموزې وژنې وروسته د پاکستان په خاوره کې د امریکا د بې پیلوټه برید پرمهال د عمر د ځای ناستي(ملااخترمنصور) وژنه، چې پاکستاني استخبارات د برید په اړه معلومات ورکونکي ګڼل کیدل، له پاکستان او خپلې رهبرۍ څخه د طالب قومندانانو نفرت لا زیات کړی .

دغه وضعیت څرګندوي، چې د جګړې په لیکه کې د کمزوري کیدو ترڅنګ د رهبرۍ له تشې او ورځ تربلې انشعابي هڅو سره مخامخ طالبان به د اوربند او سولې په اړه د خپلو مشرانو د ولس ضده دریځونو پر وړاندې نور غلي پاتې نه شي .

ډېر ګومان دا دی، چې یوه لویه برخه دغه وسله وال به د ملارسول او نورو هغو مشرانو تر رهبرۍ لاندې یې، چې د پاکستان پرضد دریځ لري، له افغان حکومت سره سولې او اوربند ته کیني .

په دې ډول هغه طالبان، چې د سولې بلنه مني، طبیعي ده چې د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار په شان به له ولسي هرکلي سره مخ شي، خو هغوی چې د جګړې دوام ته، هغه هم بې دلیله او د پردو په خوله دوام ورکوي، د زوال پر لور به ځي !

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .