ظاهر قدیر: حکومت د ډیورنډ کرښه په رسمیت منلې ده

۲۲ عقرب , ۱۳۹۶ ,ساعت ۶:۲۶ ب.ظ -

ظاهر قدیر ادعا وکړه چې حکومت د ډیورنډ کرښه په رسمیت منلې ده. هغه د بریټانیا سفیر وروستۍ څرګندونې پر ځای وګڼلې او زیاته یې کړه، چې د ډیورنډ کرښه مخکیني لوی درستیز قدم شاه شهیم د ولسمشر په لارښونه په بریټانیا کې امضاء کړې ده. ارګ بیا په دې تړاو له نظر ورکولو ډډه وکړه. د ډيورنډ فرضي کرښه باندې د اغزن تار او کټارو نصب ولسونه غوصه کړي خو د ولسي جرګې غړي ظاهر قدیر د دې فرضي کرښې په تړاو د ولسونو او د حکومت د تمې خلاف څرګندونې وکړې. ظاهر قدیر ادعا وکړه چې افغان حکومت د ډیورنډ ګرښه په رسمیت پيژندلې ده. د ولسي جرګې غړي ظاهر قدیر داسې ویلي:
     
(( زه تاسو ته وایم په کابل کې د انګلستان د سفیر خبره چې د ډیورنډ کرښې په تړاو یې کړې وه بې ځایه نه ده، د ولسمشر غني په حکم د افغانستان پخواني لوی درستیز قدم شاه شهیم په انګلستان کې د بارډر منجمنټ په نوم قرارداد لاسلیک کړی دی. اوس چې پاکستان پر ډیورنډ کرښه اغزن تار لګوي دا د هغه قرارداد په اساس کوي چې د ولسمشر غني په حکم لاسلیک شوی دی.))
  ومو غوښتل چې د ښاغلي قدیر د څرکندونو په تړاو د ارګ نظر واخلو خو د ارګ ویاندویانو په دې تړاو له نظر ورکولو ډډه وکړه. د ولسي جرګې رییس بیا وايي چې د ډیورنډ موضوع یوازې په ولسونو پورې تړاو لري او له حکومت نه یې غوښتنه وکړه چې د کرښې په تړاو سپیناوی ورکړي. د ولسي جرګې د دوشنبې ورځې اجنډا د تنباکو او دوخانیاتو کنترول قانون وو چې ولسي جرګې له دې وروسته د سګرټو په واردولو باندې سل په سلو کې محصول وضع کړ. د ولسي جرګې د دغې پریکړې له مخې به له دې وروسته په را راوړنکو سګرټو د هغه د بیې په اندازه له هغې محصول اخیستل کیږي، له دې پریکړې سره به په بازار کې د سګرټو قیمت څو برابره لوړ شي او ممکن ورسره به د کارونکو شمېر کې کموالی راشي.
zaher-qader1

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .