عالیه بټ خپلې جامې لیلاموي

۲۸ ثور , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۲:۴۴ ب.ظ -

435

د بالیووډ ښکلې ستورې عالیه بټ غواړي، حپلې جامې وپلوري.

هغې په خپل انستګرام د خپلو ځینو هغو جامو عکسونه خپاره کړي، چې دې اغوستي او اوس يې لیلاموي.

عالیه بټ وايي، چې د لیلام شویو جامو څخه به ګټه شوې پیسې ټولې خیرات کړي.

نوموړې لیکلي، چې هر څوک کولای شي ددې جامې واخلي.

تر دې وړاندې، اکشي کومار هم په رستم فلم کې د بحري ځواک اغوستې دریشي لیلام ته وړاندې کړې وه، چې تر اوسه يې قیمت تر ۲ لکو او ۳۵ زره هندي روپيو پورې رسیدلی.

هرتیک روشن او انوشکا شرما هم پلان لري، چې خپلې دوه جوړه جامې لیلام ته وړاندې کړي.

هرتیک روشن به د کریش فلم کورتۍ او انوشکا شرما به د ای دیل هی مشکل فلم د بریک اپ سندرې جامې لیلام کړي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .