عامرخان اوس هم په چين کې ریکارډونه جوړوي

۷ دلو , ۱۳۹۶ ,ساعت ۹:۳۱ ق.ظ -

عامرخان د هندي سینما وتلی ستوری دی. هغه نه یواځې په هندوستان، بلکې په ټوله نړۍ کې مینوال لري. چینیان يې تر بل هر چا کلک مینوال دي.

د عامرخان هر فلم په چین کې هم خپریږي. د ظاهره وسیم او عامرخان وروستی فلم سیکرټ سوپرسټار هم په چین کې تازه خپور شوی.

خبرونه وايي، چې فلم دغلته یواځې په ۵ ورځو کې ۲۳۶ کروړه هندي پیسې ګټلي دي. تمه ده، چې فلم به د چین په مارکیټونو کې تر ۵۰۰ کروړه زیاتې پیسې وګټي.

د عامرخان دنګل فلم هم په چین کې خپور شوی و، چې بیخي تود بازار يې درلود. دنګل اوس هم د بالیووډ یواځینې فلم دی، چې د ډيرو پیسو ګټلو له امله ریکارډ لري.

سیکرټ سوپر سټار د یوې ۱۵ کلنې مسلمانې جینې کیسه کوي، چې څنګه د کورنیو ستونزو سره سره بیا هم ځان خپلې موخې ته رسوي.

دا فلم د ۲۰۱۷ کال په اکټوبر کې په هندي سینما خپور شو.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .