عبدالقیوم کوچی: ولسمشر په پریکړو کې واک نه لري

۶ عقرب , ۱۳۹۵ ,ساعت ۷:۱۵ ب.ظ -
د ولسمشر تره عبدالقيوم کوچی وايي چې محمداشرف غني د چارو په ترسره کولو او دغه راز په پرېکړو کې پوره واک نه لري او نه شي کولای، ټول کارونه په خپلواکه توګه مخې ته يوسي. که څه هم نوموړي په ښکاره په دې برخه کې د چا نوم وانه خيست، خو اشاره يې اجرائيه رياست ته وه، چې حتی د مامورينو د ګومارنې په پروسه کې هم لاسوهنه کوي. عبدالقيوم کوچي زياته کړه چې دننه په حکومت کې ځينې کړۍ شته چې د بهرنيو استخباراتي شبکو په لارښوونه د نظام د ړنګېدو هڅې کوي. هغه وايي: ((موږ ډېر مخالفين لرو، په دغه نظام کې داسې کسان هم شته چې نظام تخريبوي، نه غواړي چې شريعت  تطبيق او قانون نافذ شي.))    
  عبدالقيوم کوچي همدارنګه پر ځينو کورنيو رسنيو هم سخته نيوکه وکړه او د دښمنو رسنيو خطاب يې ورته وکړ چې ګواکې له بهره تمويلېږي او افغان حکومت تخريبوي.    
  ده زياته کړه: ((رسنيو ته هېڅ غوږ مه نيسئ، دا دښمنې رسنۍ دي، دا د ملت په خير نه دي، د نظام پايښت نه غواړي، دلته ابادي نه غواړي، د هرې رسنۍ شا ته پردي ولاړ دي او پيسې ورکوي..)) د ولسمشر استازي عبدالقيوم کوچي دغه راز غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل چې ولسمشر اشرف غني د هېواد د پرمختګ لپاره له ځان سره ډېر ښه پلانونونه لري، خو په پلي کولو کې ورسره څوک همکاري نه کوي.  
 د ولسمشر تره عبدالقيوم کوچی وايي چې محمداشرف غني د چارو په ترسره کولو او دغه راز په پرېکړو کې پوره واک نه لري او نه شي کولای، ټول کارونه په خپلواکه توګه مخې ته يوسي.


د ولسمشر تره عبدالقيوم کوچی وايي چې محمداشرف غني د چارو په ترسره کولو او دغه راز په پرېکړو کې پوره واک نه لري او نه شي کولای، ټول کارونه په خپلواکه توګه مخې ته يوسي.

  هغه زياتوي: ((ولسمشر د يوې پيسې پوښتنه هم کوي، مګر په خواشينۍ سره څنګه چې لازمه ده، هماغسې ټيم ورسره نشته، خو د خوشحالۍ خبره داده، چې ولسونه اوس پوه شوي دي.))  

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .