عبدالله د اوربند هرکلی او د بریښنا وزیر د ګوښه کیدو مخالفت وکړ

۲۱ جوزا , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۲:۳۰ ب.ظ -

د حکومت اجرایه ریس ډاکټر عبدالله عبدالله د وسله والو طالبانو له لورې د سولې اوربند ته د غاړه ایښودو هرکلی وکړ .

هغه د وزیرانو شورا په نننۍ غونډه کې وویل، وسله والو طالبانو له دغه کار سره د خلکو زړونه لاسته راوړلی شي .

عبدالله سوله د ملي یووالي حکومت لومړیتوب وباله او د تامینولو لپاره یې پر هر اړخیزو هڅو ټینګار وکړ .

هغه دغه راز د ولسمشر له لورې د اوبو او بریښنا وزیر ګوښه کیدل د خدمت کوونکو وزیرانو توهین او هم د ملي یووالي حکومت د سیاسي هوکړه لیک خلاف وباله .

ab

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .