عبدالله: د حکومت بې تفاوتي به هېواد د اوبو له بحران سره مخ کړي

۲۶ ثور , ۱۳۹۷ ,ساعت ۳:۱۴ ب.ظ -

 د حکومت اجرایي مشر وایي، که افغان حکومت د اوبو مدیریت په خپل کاري لومړیتوبونو کې ځای پرځای نه کړي او د اوبو له اسراف څخه ډډه ونه شي، لسو راتلونکو کلونو کې به هېواد د اوبو کمښت له جدي بحران سره مخامخ شي.

نوموړي نن «د اوبو سرچينو په مديريت کې د ښځو رول» تر سرليک لاندې ناسته کې چې په کابل کې ترسره شوه، وويل چې د ځمکې لاندې اوبو کچه ټيته شوې ده.

ده زياته کړه: ((که نن په سمه توګه اوبه مدیریت نه شي، د اوبو مدیریت ته کاري لومړیتوب ور نه کړل شي او کورنۍ د اوبو په سپما کې ګام وانخلي، لسو راتلونکو کلونو کې به لوړه بیه ورکړو او د اوبو کمښت له ستر بحران سره به مخامخ شو… او د هېواد په ځینو سيمو ان کابل ښار کې به هم ژوند کول ناشونى شي.))

نوموړي وویل چې د انرژۍ او اوبو وزارت او اوبو رسولو ریاست ښه مدیریت لري؛ خو په یواځې سر د اوبو منابع نه شي مدیریت کولی.

د هغه په وینا، د اوبیزو منابعو پیاوړي مدیریت لپاره باید ټول اړوند ارګانونه په ګډه کار وکړي، نوې ژمنه دې وکړي او ملي اجماع دې رامنځ ته کړي.

د انرژۍ او اوبو وزیر علي احمد عثماني، تر ځمکې لاندې د اوبو کچې ټيټېدل او له اوبو څخه بې ځایه استفاده ستره ننګونه وبلله، ویې ویل چې باید ټول حکومتي ارګانونه د اوبیزو منابعو مدیریت د خپلو پروګرامونو په سر کې ونیسي.

همداراز هغه وویل چې د اوبو لګښت کې د ښځو رول بنسټیز دی؛ ځکه مېرمنې کورنیو کې د اوبو په لګښت کې په مستقيم ډول ښکېلې دي او هغوی ته باید د اوبو کمښت په اړه اړین معلومات ورکړل شي.

د عثماني د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې نږدې ۳۰۰ د دولتي او نادولتي پوهنتونونو استادانو، د انرژۍ او اوبو، کرنې، مالداري او اوبو لګولو او ښځو چارو وزارتونو کارکوونکو برخه اخیستې وه.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي او اداري مرستیالې او د وزیرانو شورا د چاپیریال ساتنې کمېټې غړې سیدې مژګان مصطفوي، نننۍ غونډه کې وویل چې د افغانستان اوبیزو منابعو مدیریت ته باید لومړیتوب ورکړل شي.

د نوموړې په وینا، د وزیرانو شورا چاپېریال ساتنې کمېټې دوه ورځې وړاندې غونډه کې وویل شول چې تر ځمکې لاندې اوبه دوه متره ښکته شوي دي.

هغې د کورنیو او معدني اوبو شرکتونو له لوري د اوبو بې ځایه مصرف په اړه وویل چې خپله د داسې معدني اوبو تولید فابرېکې شاهده ده چې کابل ښار کې دننه یې ژورې څاګانې کېندلې او هره ورځ له ځمکې لاندې زیاته اندازه اوبه راوباسي.

د مصطفوي په وینا، باید دا شرکتونه له پغمان او پنجشیر څخه انتقال شي.

عبدالله اوبه

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .