عبدالله: د هېواد خلک د طالبیزم خلاف دي

۲۳ سنبله , ۱۳۹۷ ,ساعت ۸:۳۳ ق.ظ -
د حکومت اجرائیه رئیس وایي، که طالبان له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي او له سیاسي بهیر سره یو ځای شي، نو د افغانستان خلک یې هرکلی کوي. اجراېېه رییس ګاونډیو هیوادونو کې د وسله والو ډلو پتڼځایونه افغانستان کې د ناامنۍ عمده عامل بولي او ټینګار کوي، چې د افغانستان نړیوال ملګري باید ددغو پتڼځایونو په لمنځه تګ کې همکاري وکړي. ډاکتر عبدالله دا هم مني، چې استخباراتي رپوټونو ته د حکومت کمه توجه ددې لامل شوه، چې غزني ولایت روان کال د سقوط په  درشل ودریږي. د ملي یووالي حکومت اجراېیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي افغانان د هیواد د طالبي کیدو خلاف دي. هغه د هند سوداګریزه پلازمېنه ممبۍ کې د افغانستان – هند د سوداګرۍ د یوه ګډ نندارتون څنډه کې رویټریز خبري اژانس سره مرکه کې ویلي، چې که طالبان له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې او سیاسي پروسې سره یو ځای شي، نو د تیر کوچني اختر د اوربند تجربې وښوده، چې ټول ولس یې هرکلی کوي.    
«عبدالله:  افغانستان خلک د هیواد له طالبي کیدو سره مخالف دي. خو خلک په  دې هم پوهیږي، چې که طالبان له تاوتریخوالي لاس واخلي، له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي او سیاسي پروسې سره یو ځای شي، نو دا د هیواد په ګټه ده.
    ډاکتر عبدالله په دې مرکه کې دا هم مني، چې استخباراتي رپوټونو ته د حکومتي مشرانو کمه توجه ددې لامل شوه، چې غزني ولایت روان کال د سقوط په  درشل ودریږي.   «یو عمده درس چې واخیستل شو دا دی، چې د غزني په اړه استخباراتي رپوټونو ته کافي اندازه توجه ونشوه. که په دې اړه رپوټونه موجود وو، چې څرګنده ده دا رپوټونه ول، په وخت ګامونه وانخیستل شول. په دې اړه تر اوسه څیړنې روانې دي، چې څه او څنګه رامنځ ته شول. » اجراېېه رییس ګاونډیو هیوادونو کې د وسله والو ډلو پتڼځایونه افغانستان کې د ناامنۍ عمده عامل بولي. نوموړی ټینګار کوي، چې د افغانستان نړیوال ملګري باید ددغو پتڼځایونو په لمنځه تګ کې همکاري وکړي. هغه دا راز د هیواد له ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د ولس له ملاتړه خوښ دی او دا د هیواد راتلونکې ته هیله بښونکې موضوع ګڼي.   عبدالله اوبه

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .