عبدالله: سږ کال له اقتصادي او سیاسي اړخه له لاسته راوړنو ډک کال و

۲۱ حوت , ۱۳۹۶ ,ساعت ۸:۵۴ ب.ظ -

د حکومت اجرائيه رييس روان کال له ننګونو ډک، خو له پام وړ لاسته راوړنو کال وباله او ويې ويل چې حکومت ژمن دی چې په راتلونکي کال کې هم د خلکو ستونزو ته رسېدنه په خپل کاري لومړيتوب کې راولي.

د حکومت اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله چې نن يې د ۹۶ لمریز کال د وزيرانو شورا په وروستۍ ناسته کې خبرې کولې وويل، حکومت ژمن دی چې د خلکوستونزو ته به رسېدنه کوي او ټينګ هوډ لري چې په راتلونکې کال کې به هم د خلکو ستونزو ته رسېدنه کوي.

نوموړي وويل چې په تېرو ۱۷کلونو کې سږ کال ډېر کار شوی او زياته يې کړه، سره له دې چې په دغه کال کې ډېرې امنيتي ستونزې رامنځته شوې، خو په ورته وخت کې يې په اقتصادي او سياسي برخو کې تر ټولو ډېرې لاسته راوړنې درلودلې دي.

ډاکتر عبدالله په هېواد کې خراب امنيتي وضعيت او يو د بل پر وړاندې د (جګړې او سولې) دوو جبهو شتون ته په اشارې سره وويل: “هيله ده چې د سولې په جبهه کې يووالی او اتفاق رامنځته شي، څو وکړی شو چې د جګړې جبهې پر وړاندې، تلپاتې سولې ته ورسېږو.”

هغه د خپلو خبرو په يوه برخه کې وويل:” له نيکه مرغه چې د بلخ په اړه مسايل د حل کېدو په حال کې دي.”

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني د روان کال د ليندۍ په ۲۷مه نېټه عطامحمد نور د بلخ ولايت مقام له چوکۍ څخه لرې او پر ځای يې انجنير داوود د والي په توګه وټاکه.

عطامحمد نور، د ولسمشر د حکم له منلو  سرغړونه کړې او د بلخ والي په توګه یې خپلې دندې ته دوام ورکړی چې دغه موضوع د ارګ او عطامحمد نور تر منځ د اړ دوړ لامل شوې ده.

ډاکټر عبدالله د وزيرانو شورا په نننۍ ناسته کې د جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې د ارګ او عطا محمد نور تر منځ ستونزه به په راتلونکو ورځو کې حل شي.

عبدالله وزیرانو شورا ۲

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .