عراق:د داعش په لاس د وژل شوو ډله ییز قبرونه کشف شوي

۲۱ عقرب , ۱۳۹۶ ,ساعت ۸:۳۷ ب.ظ -

د عراق په حویجه  ښار کې چې تازه د داعش له واکمنۍ څخه ژغورل شوې، د لسګونه ډله ییزو قبرونو د موندل کیدو خبر ورکړل شوی .

ځایي چارواکو ویلي، چې د دغو قبرونو شمېر نیږدې اویاوو ته رسیږي .

معلومه نه ده، چې په دغو قبرونو کې به څومره خلک خښ شوي وي .

ویل شوي، چې ترلاسه شوي جسدونه څرګندوي چې په دغو قبرونو کې ښخ شوي یوه برخه خلک د عامو خلکو او یوه برخه نور د هغو کسانو لباسونه لري، چې داعش یې له وژلو مخکې ور اغوندي .

تېرکال هم د داعش له منګولو څخه په ژغورل شوو سیمو کې عراقي حکومت د ډله ییزو قبرونو د موندلو خبر ورکړی و او ویلي و، چې پکې له ۵ زرو څخه تر ۱۵ زرو پورې کسان ښخ شوي .

داعش ډلې په دې تړاو څه نه دي ویلي .

qa

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .