عرب نيوز: د اسلام په نوم افغان جګړې حالت بدتر کړی

۲۰ سرطان , ۱۳۹۷ ,ساعت ۶:۱۷ ب.ظ -

سعودي کې د افغان جګړې په تړاو غونډه کې ځايي ديني عالمانو افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې ده.

عرب نيوز ورځپاڼه وايي دينې عالمانو په سعودي کې د افغان جگړې د پاى غوښتنه وکړه او ويې ويل چې اسلام د مسلمانانو ترمنځ جگړه په ټينگه منع کوي.

ورځپاڼه وايي په دغه غونډه کې د مسجدالحرام امام شيخ صالح بن حميد هم حضور درلود.

_102475727_995191634

د بي بي سي د راپور په حواله، ورځپاڼې د اسلامي هېوادونو د ټولنې سرمنشي يوسف بن احمد العثيمين څرگندونې را خيستي چې وايي، ټوله اسلامي ټولنه د اسلام او اسلامي ښوونو د ناسم تعبير سمون ته سترگې په لار دي. ده ويلي افغانستان کې د اسلام په نامه وژنو حالت لا ناوړه کړى دى.

واشنگټن پوست سعودي عربستان کې د افغان جگړې په تړاو د ديني عالمانو دوه ورځنۍ غونډې ته په اشاره ليکلي، په داسې حال کې چې سعودي کې د طالبانو د جگړې د مشروعيت په تړاو د عالمانو ناسته روانه ده افغانستان کې د اورپکو په بريدونو کې نژدې ١٥ کسان وژل شوي.

ورځپاڼې د چارواکو په وينا ليکلي، طالبانو د سعودي له غونډې ٢٤ ساعته وړاندې خپلو بريدونو ته زور ورکړ. ورځپاڼه وايي د افغان حکومت تمه دا ده چې سعودي کې د ناستې گډونوال افغانستان کې ځانمرگي بريدونه او د طالبانو جگړه نامشروع وبولي.

لکه څنگه چې په دې وروستيو کې د اندونيزيا پلازمېنه جاکارتا کې د علماوو يوې غونډې دغه راز يوه اعلاميه خپره کړې وه، خو طالبانو د سعودي غونډه د امريکا دسيسه بللې.

انډېپنډېنټ:

برتانوۍ ورځپاڼې انډېپنډېنټ د بلک واټر امنيتي شرکت له بنسټګر ارېک پرېنس سره مرکه کړې او نوموړي په دې ټينگار کړى چې د افغان جگړې پېټى دې قرارداديانو ته ورکړل شي.

ورځپاڼې ليکلي تمه ده چې ولسمشر ټرمپ د ناټو په سرمشريزه کې له غړو هېوادو وغواړي چې افغانستان ته نور سرتېري واستوي او دا غوښته د ناټو ټلوالې په تاريځ کې تر ټولو ډېر له مخالفت سره مخ شوې.

خو د بلک واټر بنسټگر ورځپاڼې ته ويلي افغانستان ته د نورو سرتېرو استول تېر وتنه ده او د ده په وينا ولسمشر ټرمپ بايد د ناټو له غړو هېوادونو د نورو پيسو غوښتنه وکړي.

ښاغلي پرېنس ورځپاڼې ته ويلي، امريکا هر کال په افغانستان کې ٧٦ ميليارډ ډالر لگوي چې برتانيا له دفاعي بوديجې سره برابر دى او قرارداديانو ته د جگړې سپارل به ډېرې پيسې او د ډېرو امريکايانو، برتانويانو او افغانانو ژوند وژغوري.

دا وړانديز وړاندې هم سپينې ماڼۍ ته شوى چې د ولسمشر ټرمپ د پخواني ستراتېژي جوړونکي ستېف بنېن او د هغه د زوم جارېد کوشنر ملاتړ ترلاسه کړى و خو د ولسمشر ټرمپ د ادارې چارواکو رد کړ.

خو ارېک پرېنس ورځپاڼه ته ويلي اوس د ولسمشر ټرمپ په اداره کې ژورو بدلونو سره ښايي پلان ته په ښه سترگه وکتل شي.

خو نوموړي دا هم ويلي چې دفاع وزير جنرال متېس د افغانستان په تړاو د نوموړي له شننې سره سلا شوى خو د دۀ له لوري وړاندې شوې حل لاره يې رد کړې.

همدې ورځپانې افغانستان ته د ٤٤٠ نورو برتانوي سرتېرو د استونې موضوع ته هم اشاره کړې او وايي دا اعلان وروسته له هغه وشو چې ولسمشر ټرمپ افغانستان ته د نورو ځواکونو د استولو غوښتنه وکړه او له دې سره به افغانستان کې د برتانوي ځواکونو شمېر ١١ سوو ته پورته شي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .