عمران خان:که صدراعظم شوم له افغانستان سره به اړیکې ورغوم

۲۵ ثور , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۱:۳۰ ب.ظ -

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ویلي، چې که راتلونکي ټاکنې وګټي او صدراعظم شي، له افغانستان سره به یې د اړیکو ښه کول له لومړیتوبونو څخه وي .

نوموړي دا خبره د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي سره د لیدنې په ترڅ کې کړې .

حکمت خلیل په یوه کاري سفر پاکستان ته تللی دی .

هغه عمران خان ته په لیدنه کې د افغانستان حسن نیت څرګند کړی او ویلي، چې له پاکستان سره ښې اړیکې غواړي .

ده دا هم ویلي، چې په عزتمندانه ډول افغانستان ته د افغان کډوالو لېږدول د افغان حکومت له لومړیتوبونو څخه دی .

im

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .