غزني:نوي امنیه قومندان زورواکو او مافیا ته د قانوني چلند ګواښ وکړ

۲۸ ثور , ۱۳۹۷ ,ساعت ۶:۰۶ ب.ظ -
 
د غزني نوی امنیه قوماندان سمونوال فریداحمد مشعل نن رسما د یوي غونډي په ترڅ کې  خپله دنده پیل کړه. د غزني والي انجنیرعبدالکریم متین وویل: خوښ دی، چې د کورنیو چارو وزارت دي ولایت ته چې له امنیتي ګواښونو سره مخ دی، یو ځوان، تکړه او مجرب افسرد امنیه قومندان په توګه ټاکلی دی. نوموړي د امنیې قومندانۍ له منسوبینو هیله څرګنده کړه، څو د تیر په څیر د امنیه قومندانۍ د رهبرۍ ترڅنګ په ښه همغږۍ سره خپلي دندي ترسره کړي. نوي امنیه قوماندان سمونوال فریداحمد مشعل جوړي شوي غونډي ته په خپله وینا کې ژمنه وکړه چې په ټول توان سره به د دې ولایت دامنیت د ټینګښت، د پولیسو په لیکو کې د اصلاحاتو، د پولیسو له امکاناتو څخه د شخصي استفادي د مخنیوي، له فساد سره د مبارزي په برخه کې جدي اقدامات ترسره کړي. ښاغلي مشعل دغه راز ګوت څنډنه وکړه چې په دې ولایت کې به زورواکو او مافیایې کړیو ته د غیر قانوني غوښتنو او خپل سرو کړنو اجازه ورنکړي او قانوني چلند به ورسره وشي. نوموړي د غزني له ولسونو څخه د امنیت د ټینګښت، د جنایی جرایمو د مخنیوي او ثبات په برخه کې له پولیسو او ټولو امنیتي ځواکونو سره د همکارۍ او ملاتړ غوښتنه وکړه .
 gh

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .