غني خېلو کې پر ۱۵ جريبه ځمکه کرل شوي کوکنار واړول شول

۱۵ قوس , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱:۲۰ ب.ظ -

ننګرهار ولايت غني خېلو او نازیانو ولسوالۍ کې په ۱۵ جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار لمنځه یوړل شول او درې تنه د کوکنارو کروندګر ونيول شول.

د نازيانو ولسوال صاحبزاده ګل طارق وويل، چې د د ې ولسوالۍ په لنډۍ کلي کې يې د کوکنارو مخنيوي د کمپاين په ترڅ کې په ۱۵ جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار لمنځه يوړل.

نوموړي وويل، چې د سيمې خلکو ته يې خبرداری ورکړ، چې د کوکنارو بيا ځلی کرلو څخه ډډه وکړي. د يو بل خبر له مخې د ننګرهار ولايت غني خېلو ولسوالۍ کې د کوکنارو مخنيوي کمپاين په ترڅ کې درې تنه د کوکنارو کروندګر ونيول شول او کرل شوي کوکنار يې لمنځه يوړل شول.

24796677_971035853044971_997283673204050959_n

د غني خېلو ولسوال عبدالوهاب مومند په وينا نيول شوي کسان په ضمانت ازاد شول او د سيمې خلکو ته يې خبر ورکړ که څوک سرغړونه وکړي قانوني چلند سره به مخ شي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .