غني: په ټاکنيزو چارو کې د امنيتي، دفاعي او ملکي قوو لاسوهنه د منلو نه ده

۲۵ حمل , ۱۳۹۷ ,ساعت ۷:۱۰ ب.ظ -

ولسمشر په ټاکنو کې پر روڼتيا د ټينګار تر څنګ په دې پروسه کې د دولت د وسله والو مخالفينو په ګډون د ټولو خلکو د ګډون غوښتنه وکړه او ویې ويل چې په ټاکنو کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو او همدارنګه په امنيتي برخه او د ټاکنو په اداره کې د نوماندانو لاسوهنه د منلو وړ نه ده.

په راتلونکو ټاکنو کې د رايه ورکوونکو د نوم ليکنې پروسه نن د هېواد د ولايتونو په مرکزونو کې پيل شوه.

ټاکل شوې چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې به د روان کال د تلې په ٢٨مه او د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو به راتلونکى کال ترسره شي.

ولسمشر محمد اشرف غني په ارګ کې د رايه  ورکوونکو د نوم ليکنې پروسې په پيل کې وويل: ((دا ورځ په نېک فال نيسو، د ټاکنو خپلواک کمېسيون له غړو مننه کوو چې د ټاکنو قانون او اساسي قانون د فرمايشونو د عملي کولو لاره کې يې ستر ګام واخيست.))

د هغه په خبره، نن د دغه پروګرام له پيل سره بايد ټولو ته روښانه شي چې حکومت د ټاکنو ترسره کولو لپاره هم نيت لري، هم اراده او ژمنه.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې ځينو ويل چې حکومت د ټاکنو ترسره کولو اراده نه لري.

هغه په ټينګار سره وويل چې د امنيتي او دفاعي قواوو له لوري په ټاکنيزو چارو کې لاسوهنه د منلو وړ نه ده.

ولسمشر د ملي شورا له غړو وغوښتل، څو خپلې کړنې د قضائيه او اجرائيه قوو په څېر له خلکو سره شريکې کړي.

نوموړي له نوماندانو وغوښتل چې د ټاکنو قانون په کره توګه ولولي او ټينګار يې وکړ چې په امنيتي چارو او د ټاکنو په اداره کې د هېڅ کوم نوماند لاسوهنه د منلو وړ نه ده.

هغه د ټاکنو د نوم ليکنې په پروسه او ټاکنوکې د خلکو د ګډون غوښتنه وکړه او د ټاکنو پر روڼتيا يې د ټينګار تر څنګ له ټولو خلکو وغوښتل چې په دې ملي پروسه کې ګډون وکړي.

هغه وويل چې تر اوسه پورې يې د ټاکنو خپلواک کمېسيون له هېڅ کوم غړي سره په جلا ډول ليدنه نه ده کړې، خو په ټوليز ډول يې د حکومت د اجرائیه مشر او نورو نړيوالو شريکانو په ګډون کې ورسره ليدلي او د مهمو مسايلو په اړه يې ورسره خبرې اترې کړې دي.

هغه زياته کړه چې د کمېسيون له غړو سره يې جلا ليدنې ځکه نه دي کړې چې د کمېسيون استقلاليت ته درناوى لري او له نورو چارواکو هم غواړي چې د کمېسيون خپلواکي دې په پام کې ونيسي.

هغه وويل چې په نا امنو ولسواليو کې د رايه ورکوونکو د نوم ليکنې لپاره ځانګړى پلان جوړ شوى، څو د افغانستان ټول خلک په دې پروسه کې ګډون وکړي.

غني وويل: ((وروستۍ غوښتنه مې دا ده چې موږ خپلې ټولنې او طالبانو ته د سولې واضح او جامع وړانديز وکړ، که چېرې دوى پر دې باور دي چې په دغه هېواد کې له خلکو سره ريښه لري، نو ټاکنې يې ښه موقع ده.))

هغه زياته کړه: ((ټاکنې د دې وسيله ده چې سياسي اختلاف د خلکو د عقايدو، فکري اختلافات د خلکو د روښانه او رڼې رايې په وسيله فيصله شي، د افغانستان خلک له جګړې ستړي شوي، غواړي چې يو کارنده سياست د جبر او زور د سياستونو ځاى ونيسي، په همدې دليل مو وغوښتل چې ټاکنې جدي ونيسو، په ټاکنو کې دې د ګډونوالو د ګډون شرايط برابر کړي، که د سياسي ګوند يا جمعيت په توګه راضي وي، خلک به يې په حق کې پرېکړه وکړي.))

هغه له خلکو وغوښتل: “بيا هم په دې مبارکه ورځ زما غوښتنه دا ده جې نر او ښځې دې په يوه خوله د نوم ليکنې په پروسه کې ګډون وکړي، داسې چې زه او بي بي ګله (مېرمن يې) راغلي يو، هيله لرو چې ټول نومونه وليکي.”

د حکومت اجرائيه مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د کابل ښار په نادريه لېسه کې د رايه ور کوونکو د نوم ليکنې په يوه مرکز کې د نوم ليکنې پر مهال وويل چې حکومت د ټولټاکنو په چارو کې د لاسوهنې نيت نه لري، خو د رڼو، عادلانه او سراسري ټاکنو لپاره د زمينې برابرولو ته ژمن دی.

نوموړي د رايه ور کوونکو نوم ليکنه د ټاکنيزو اصلاحاتو يو پړاو وباله او زياته يې کړه چې هېوادوال بايد د ټاکنو د کمېسيون له خوا اعلان شوي مشخص وخت او پړاوونو ته په پام سره، د رايې ور کونې په هغه مرکز کې نومونه وليکي چې د ټاکنو په ورځ هلته خپله رايه وکارولای شي.

نوموړي د رايې ورکړه د هېواد د چارو برخليک ټاکونکې مسئله وبلله او د هغو کسانو په شمول چې د روان کال د تلې په ۲۸مه د رايې ورکونې پر شرايطو برابرېږي، له ټولو هېوادوالو وغوښتل چې د تابعيت تذکرې په درلودو سره دې د رايې ورکونې يوه مرکز ته ورشي او نوم ليکنه دې وکړي.

نوموړي د هېواد له امنيتي وضعيته د اندېښنې په څرګندولو سره وويل چې د خلکو په همکارۍ هڅه کېږي چې پر ټاکلي وخت مصون انتخابات ترسره شي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مالي او اداري مرستيال معاذالله دولتي د اجرائيه رييس او ولسمشر نوم ليکنه د ټاکنو ترسره کېدو په لړ کې د حکومت او کمېسيون د رښتيني هوډ نښه وبلله.

نوموړي زياته کړه چې د رايې ور کوونکو نوم ليکنه به په ټاکنو کې د درغلۍ او خيالي رايو مخه ونيسي.

هغه وويل چې د رايه ور کوونکو د نوم ليکنې پړاو له ختمېدو وروسته به د افغانستان له خلکو سره پر شرايطو برابرو کسانو نوملړ شريک کړی شي.

نوموړي زياته کړه: “د ټاکنو پروسې اصلي خاوندان خلک دي او بايد د نوم ليکنې په مرکزونو کې شتون ولري.”

هغه د ټاکنو کمېسيون له ټولو کار کوونکو وغوښتل چې خپلې دندې دې په بې پلوه او مسلکي توګه ترسره کړي. غنی او عبدالله ټاکنو کې ګډون

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .