غني څنګه د حقیقت او تحلیل ترمنځ اصلي خبره ورکوي؟ جلیل احمد بارک

۱۲ میزان , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۰:۴۸ ب.ظ -

د پیل خبره:

د ګډ حکومت مشر اشرف غني، وړمه ورځ له یک تلویزیون سره په یوه تشریفاتي او له وړاندې همغږې شوې مرکه کې، د خپل حکومت د څلور کلن دوران په اړه اوږدې خبرې وکړې. په خبرو کې یې جالبې برجسته نقطې موجودې وې، چې کېدلای شي پوره بحث پرې وشي. ښاغلي غني، د تېر حکومت څخه د ورپاتې میراث څخه را نېولې د پارلماني ټاکنو لپاره د تیاریو او چمتووالي پر جزییاتو وغږېده. د اشرف غني په اړه د امریکې د سنا د یوه مشهور سناتور مرحوم جان مکېن نظر دا و، چې همېشه د تحلیل او حقیقت ترمنځ اصلي خبره ورکوي او امریکایان یې له دې روش سره، چې ځان د نړۍ تر ټولو هوښیار سړی بولي سخت په تنګ دی. ښاغلي غني د دې ترڅنګ، چې په دې مرکه کې د خپل څلور کلن له بحرانه ډک ماموریت په تر ټولو سترو خلاوو سترګې پټې کړې کوښښ یې وکړ، چې د خپل حکومت ډول د یوه تاریخي حکومتي موډل په توګه بې ساری وښیي. په دې لېکنه کې کوښښ کوم، چې د نوموړي د خبرو جزییاتو ته مختصره اشاره وکړم او خپل استدلال له لوستونکو سره شریک کړم.

ghh

د پخواني حکومت میراث:

زه د کرزي صیب سره په ډېرو مسلو باندې د نظر یووالی نه لرم، بلکې فکر کوم، چې ډېر داسې فرصتونه وو، چې د ده په وخت کې له لاسه لاړل او نه وای باید تللي. کرزي په اخرو وختونو کې ډېر پر نهاد محوره حکومتولۍ تمرکز نه درلود، دلیل یې دا و، چې د خپل حکومت پر چارواکو باورمند نه و او له خرم صیب پرته یې اکثریت حکومتي مقامات د غربیانو ملګري بلل، مګر د هغه وخت کې د افغانستان د نهادونو بنسټونه کېښودل شول او لوی انکشافي پروګرامونه تدوین او تطبیق شول. اشرف غني د خپلې مرکې په یوه برخه کې وویل، چې : (( ماته د تېر حکومت نه بنسټونه او نهادونه په میراث پاتې نه وو. ما د بنسټونو جوړول له صفر پیل کړل او د تېر حکومت کابینه کې کدرونه نه وو)). لومړی خو په خپله اشرف غني د تېر حکومت د مالیې وزیر او وروسته د پوهنتون رییس او د انتقال د پروسې مشر و. د دې ترڅنګ، د حنیف اتمر، عمر زاخېلوال، اکرم خپلواک، جیلاني پوپل، اکلیل حکیمي، عبدالسلام رحیمي او متین بیک په شمول، د ده د کابینې اکثره غړي د تېر حکومت مهم مقامات وو. د بنسټونو په اړه باید ووایم، چې د کرزي د وخت د چارو اداره د حکومت د بیروکراسۍ د مدیریت بهترین چېنل و. د دې ترڅنګ یې د دفتر ریاست او نورو وزارتونو په پوره صلاحیت کار کولو. اشرف غني اول د چارو اداره او د دفتر ریاست سره یو ځای کړل، کله چې د دې ادغام له فساده ډک بوی پورته شو، خپله پرېکړه یې بېرته واخېسته او له سره یې سره بېل کړل. د داود نورزي او سلام رحیمی ترمنځ ناسالمو رقابتونو کې د افغانستان ډېر ځوانان یا بېکاره شول او یا یې د حکومت پر ساختار باور له لاسه ورکړ او په نورو سکتورونو کې یې خانونو ته د کار فرصتونه برابر کړل. اشرف غني د حکومتولۍ په کار کې د تصمیمونو د نېولو لړۍ متمرکزه او په ارګ پورې محدوده کړه. د ټولو شوراګانو د ایجاد سره یې وزارتونه بې صلاحیته او د ګډو شوراګانو اخري تصمیم یې پر ځان را وګرځاوه. د حکومتولۍ دا ډول، په نویو نړېوالو معیارونو نه یوازې دا چې برابر نه دی، بلکې د نوې دیکتاتورۍ تر ټولو جالب ډول دی. سره د دې چې اشرف غني په عوام فرېبانه څرګندونو کې یو بې جوړې سیاستمدار دی، خو د ښاروالیو د قانون په اړه یې د خندا وړ دروغ وویل. اشرف غني وویل، چې د ښاروالیو قانون د ده په وخت کې جوړ او تصویب شو. په داسې حال کې، چې د ښاروالیو لومړی قانون په ۱۳۶۵ کال کې جوړ شوی او په ۱۳۹۳ کال کې د یو شمېر تعدیلونو سره، چې د اساسي قانون حکم دی، پارلمان ته د تصویب لپاره ولېږل شو. د ښاروالیو قانون هغه مهال له دې امله، چې د ښارونو دقیقه حدود بندي او سرشمېرنه نه وه شوې، د پارلمان له لوري تصویب نه شو او څه موده وړاندې د اشرف غني کابینې هماغه قانون د مقررې کچې ته راټیټ او تصویب کړ، چې لاهم د پارلمان تصویب نه لري او که د ښاروالیو ټاکنې کېږي، ضرور ده، چې د کابینې له خوا پاس شوې دغه مقرره بېرته د قانون کچې ته لوړه او د پارلمان له لوري تصویب شي.

انکشافي پروژې او شفافیت:

اشرف غني په خپله مرکه کې، د ولسي تړون پروګرام د خپل حکومت مهم دستاورد وبللو. په داسې حال کې، چې د ولسي تړون پروګرام په ۱۳۹۲ کال کې، د ملي پیوستون پروګرام لپاره د یوه متبادل پروګرام په توګه طرحه او بودیجه یې هم د مرسته ورکوونکو هېوادونو له لوري ومنل شوه. اشرف غني وویل، چې په اتلسو میاشتو کې به د هېواد ټولو ولایتونو ته برق ورسېږي، راځئ دغه ارقام سرچپه کړو او غني ته چلنج ورکوم، چې که په یو اتیا میاشتو کې یې هم د ولایتونو مرکزونو ته برق ورساوه، تکړه سړی به وي. هغه هېواد کې، چې اویا فیصده قلمرو یې د دښمن په لاس کې دی، د اشرف غني د دېوانو او پېریانو ټول معلوم او نامعلوم لښکر هم د دومره ستر کار د انجام صلاحیت او وړتیا نه لري. اشرف غني د معادنو په استراج کې د شفافیت یادونه وکړه، په داسې حال کې چې د ده تر ټولو نژدې سیاسي ملګري داودشاه صبا د معادنو په قراردادونو کې د اجمل احمدي د ناقانونه لاسوهنو او فشارونو په خاطر له دندې استعفا وکړه. د ده د کابینې ځوان وزیر اسد ضمیر د زراغتي انکشاف په پروژو کې د حمید هلمندي د ناقانونه لاسوهنو له امله استعفا ته مجبور کړای شو او د ده د کابینې یو ډېر مهم غړي اکلیل حکیمي د ګمرکاتو په چارو کې د همایون قیومي او اجمل احمدي دواړو د ناقانونه لاسوهنو له امله دنده پرېښوده. د سیګار او شفافیت نړېوال سازمان وروستي ګزارشونه بوږنوونکي دي. سیګار په وروستي ګزارش کې لومړۍ مېرمن د پروموټ په پروژه کې د دوه سوه اتیا ملیونه ډالرو په اختلاس متهمه کړه او د شفافیت د نړېوال سازمان په درجه بندۍ کې افغانستان د نړۍ په کچه دریم تر ټولو فاسد حکومت لري. د ګومارنو په برخه کې ټولو ته مالومه ده، چې د والیانو، ښاروالانو او د ګمرکونو له رییسانو څخه اکرم خپلواک، همایون قیومي او سلام رحیمي څنګه پیسې ترلاسه کوي. د هلمند او وروسته د ننګرهار والي د اکرم خپلواک له خوا په پیسو مقرر شوی کس دی او د ارګ کمېشنکار ګروپ ته دومدارې پیسې ورکوي. د افغانستان د څلور دېرشو ولایتونو والیان، د ګمرکونو رییسان او ښاروالان، د خپلواک، متین بیک او په محلي اورګانونو اداره کې د سلام رحیمي ورور قیوم وفا ته د باج وخراج په ورکولو مکلف دی. اشرف غني او حکومت یې تر اوسه د افغانستان خلکو ته روښانه نه کړه، چې د تلیفونونو څخه لس فیصده ګرځېدونکی تېکس چېرته ځي؟ په دې اړه د مخابرانو د مخکیني وزیر رزاق وحیدي خبرې د پام وړ دي. اشرف غني هند ته د خپل سفر یوه لاسته راوړنه دا وبلله، چې د کابل د شاتوت بند پروژه یې ډیزاین او پیسې یې ورته پیدا کړې. په داسې حال کې، چې د شاتوت بند پروژه په ۱۳۹۱ کال کې د ډیزان له لحاظه تکمیل او په ۱۳۹۲ کال کې یې د تمویل لپاره د متحدو ایالتونو انکشافي ادارې پیسې ومنلې. خو له دې امله، چې د دې پروژې د قرارداد پر سر د برق د پخواني وزیر عثماني او همایون قیومي ترمنځ اختلاف پیدا شو، یو اېس آی ډي د پروژې د تمویل ژمنه وګرځوله او اشرف غني مجبور شو، چې بل مدرک ورته پیدا کړي.

نسلي تغیر:

اشرف غني په خپله مرکه کې د حکومتولۍ په بېلابېلو سکتورونو کې، د نسلي تغیر د اصل پر تطبیق باندې وویاړل او دایې د یو لوی دستاورد په توګه یاد کړ. په دې کې شک نشته، چې ځوان نسل او ځوانه انرژي د هېواد په سطحه د مثبتو تغیراتو سره کومک کولای شي، خو راځئ وګورو، چې اشرف غني په کومو نسلي تغیراتو باندې افتخار کوي. ایا دا ځون وزیران، والیان او رییسان د ریفورم سبب شوي دي که د فساد د اوج ته رسېدو؟ او یا دغه نسلي تغیر د کوم معیار او د کومې وړتیا پر اساس باندې شوی دی؟ د اشرف غني د حکومت ځوان وزیران اکثریت د پیسو په بدل کې، د اکرم خپلواک او سلام رحیمي په معرفت مقرر شوي دي. یو شمېر نور یې د غربي او شرقي سیاسي- استخباراتي علایقو او روابطو له مخې مقرر شوي دي. حمد الله محب یې انګلیسي پاسپورټ لري او ښځه یې امریکایۍ ده. فضل محمود فضلي یې سوېډنی پاسپورټ لري، اجمل عابدي یې د پاکستان رسمي جاسوس دی او دوسیه یې د امرالله صالح له زمانه په ملي امینت کې موجوده ده. بقیه وزیران، والیان او رییسان یې یا د پیسو په بدل کې او یا د یو شمېر هېوادونو او ګروپونو د خوشالولو لپاره مقرر کړي دي. دغه نسلي تغیر نه بلکې د فساد د متمرکزولو کامیاب کوشش دی.

ملي، منطقوی او نړېواله اجماع:

اشرف غني احمدزي وویل، چې خلک د ده د حکومت حمایت کوي. د دې ترڅنګ د سیمې او نړۍ په کچه ملاتړ هم ورسره دی. اشرف غني احمدزي د کمپاین د وخت خپل ټول سیاسی متحدین له ځانه لیرې او په مختلفو نومونو بدنامه کړل. د اشرف غني فاشیستي او له عقدې ډکو چلندونو د افغانستان سیاسی اجماع وپاشله. هیڅوک پر اشرف غني د یوه سیاسي رهبر او هېواد مشر په توګه اعتماد نه لري. اشرف غني وایي، چې زه د افغانستان د ټولو خلکو مشر یم، په داسې حال کې، چې هېڅ افغان یې د خپل مشر په توګه نه پېژني. د یو څو فېسبوکیانو تبلیغات نه د هغه نه ګهاندي جوړولی شي او نه هم د هېواد زعیم. اشرف غني وویل، چې د سولې لپاره منطقوي اجماع رامنځته شوې، په داسې حال کې، چې د طالبانو سره د مخامخ خبرو دواړه فرصتونه یا پاکستان یا د هغوی جاسوسانو ضایع کړل. د مري مذاکرات پاکستان د ملاعمر د مرګ په اعلان سره ناکام کړل او د چنډان د مذاکراتو فرصت اکرم خپلواک په پارلمان کې په خپل غېرې معقول اعلان سره ضایع او د دویم اوربند مخه یې ونیوله. د اشرف غني په وخت کې پاکستان وکړای شول، چې د ایران او روسیې په څېر نوي سیمه ییز متحدین پیدا او د طالبانو پروژه ورته وسپاري. د اشرف غني په وخت کې د اول وار د پاره د افغانستان شیعه ګان د سوریې او عراق جنګونو ته جذب شول او د اشرف غني په وخت کې د اول وار لپاره د افغانستان د قلمرو د ننه د تاجیکستان له خوا بمبارد وشو. همدارنګه په پلان کې وه، چې اشرف غني د ملګرو ملتونو د غونډې په جریان کې، د جمهور رییس ټرمپ او د هغه د حکومت له لوړو مقاماتو سره وګوري، خو د ملي امنیت شورا مشاور حمدالله محب د امریکا د لابي په مختلفو فورمونو کې د یونیم ملیون ډالرو د مصرف سره سره هم ونه کړای شول، چې د اشرف لپاره د ټرمپ د ملاقات زمینه برابره کړي. امریکایان لا په دې فکر کې دي، چې په افغانستان کې خپله جګړه د بلک واټر په نوم یوې خصوصي کمپنۍ ته وسپاري او تېره اوونۍ یې د بلک واټر مشر افغانستان ته سفر هم درلود.

انتخابات:

اشرف غني احمدزی تر هرڅه ډېر د ټاکنو په پروسه کې د شفافیت په شتوالي او یقیني والي ټینګار کوي. اشرف غني اجمل عبید عابدي، داود نورزي او فضل محمود فضلي ته وظیفه ورکړې ده، چې د پارلماني ټاکنو لپاره هغه کاندیدان مشخص او کامیاب کړي، چې غني ته بابا وایي او د ده د فاشیستي او عقده یي چلندونو طرفداري کوي. ډيموکراسي د افغانستان لپاره هغه بنیاد دی، چې داود نورزي د پارلماني ټاکنو د کاندیدانو د مالي او سیاسي حمایت لپاره جوړ کړی دی او اخري غونډه یې د یو شمېر نجونو کاندیدانو سره په سرینا هوټل کې وکړله. اشرف غني احمدزي مشهور متقلب ضیاء الحق امرخېل د دې لپاره ارګ کې مقرر کړ، چې د پارلمان او ولسمشرۍ ټاکنو کې یو ځل بیا تقلب ورته مدیریت کړي. اشرف غني هغو ډاټابېسونو ته هم د مستقیم لاسرسي سیستم ترتیب کړی، چې رایې به پکې ثبتږي. د اشرف غني داکارونه دې ته زمینه مساعدوي، چې د پارلماني ټاکنو پایلې د افغانستان یوبل ستر ناورین رامنځته کړي.

اخره خبره:

اشرف غني یو عوام فریبه او پاپیلولېست سیاستوال دی. عصبانیت، چیغې او بېځایه قهرونو یې همېشه دروغجنه څېره خلکو ته بربنډه کړې ده. اشرف غني د دروغو د ویلو بیخي ډېر ظرفیت لري. د غني کړنې د دې پر ځای چې د هېواد له ثبات سره مرسته وکړي، د افغانستان د وېشلو او د افغانستان د سیاسي او ملي ثبات د له منځه تلو سبب شوي دي. د غني د یک تلویزیون مرکه د ټاکنو لپاره پلان شوې وه. د یک تلویزیون اعتبار باید نور په دغسې فرمایشي او فرسایشي مرکو زیانمن نه شي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .