فارياب کې د طالبانو د استخباراتو مسئول و وژل شو

۲۱ جدی , ۱۳۹۷ ,ساعت ۳:۰۶ ب.ظ -

امنيتي چارواکي وايي چې فارياب ولايت کې د افغان ځواکونو د هوايي بريد پر مهال د طالبانو د استخباراتو د مسئول په ګډون ١١ تنه وسله وال مخالفين وژل شوي، دوه ټپيان شوي او دوه نور يې ژوندي نيول شوي دي.

د ملي دفاع وزارت وياند جاويد احمد غفور  وويل چې افغان هوايي ځواکونو فاریاب لپاره د طالبانو د استخباراتو مسوول قاري صبغت الله د هوايي برید په ترڅ کې وژلی دی.

د ده په وينا، قاری صبغت فاریاب کې پر ملکي وګړو او افغان سرتېرو بریدونه پلانول.

همداراز د ۲۰۹ شاهین قول اردو په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغان ځانګړو ځواکونو په تېرو دوو ورځو کې په فارياب کې ځانګړي عمليات ترسره کړي دي.

سرچينه ليکې، د دې بريدونو پر مهال لس وسله وال مخالفين وژل شوي، دوه تنه ټپيان او دوه نور يې افغان ځواکونو نيولي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې عملياتو پر مهال ۱۷ ماينونه، ۸۰ کيلوګرامه چاوېدونکي توکي او يو شمېر وسلې هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

۸ ځله کتل شوی
دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed