فاریاب کې یوې ۱۷ کلنې نجلۍ ځان وژنه کړې

۲۱ جدی , ۱۳۹۶ ,ساعت ۶:۲۷ ب.ظ -

د فارياب ولايت د قيصار ولسوالۍ ځايي چارواکي وايي چې په دې ولسوالۍ کې يوې ١٧ کلنې نجلۍ ځان زندۍ کړى دى.

د قيصار ولسوال رحمت الله قيصاري وويل چې ١٧ کلنې فاطمې تېره ورځ د دې ولسوالۍ په بوري سيمه کې د کور له چته ځان را ځوړند کړی او مړه شوې ده.

هغه زياته کړه چې د قضيې اصلي انګېزه لا هم نه ده معلومه، خو د عدلي او کشفي ارګانونو په لومړنيو څېړنو کې ويل شوي چې د پلار يوه څپېړه د نجلۍ د ځان وژنې لامل شوې ده.

د فارياب يوه بله سرچينه هم وايي چې کشفي ارګانونه د فاطمې له ځان وژنې تر خبرېدو وروسته د پېښې ځای ته ولاړل، خو ځيني خپلوان او ځايي اوسېدونکي يې غوسه شول او د څېړنې اجازه يې ورنه کړه.

دا د ښځو د ځانوژنې او قتل پنځمه پېښه ده چې په تېرو ٢٠ ورځو کې په فارياب کې رامنځته کېږي.

فاریاب نقشه

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .