فاطمه ثنا شیخ دا ځل په عشقي فلم کې لوبیږي

۱۶ جوزا , ۱۳۹۷ ,ساعت ۷:۵۰ ق.ظ -
د هندي سینما اداکاره کشمیرۍ فاطمه ثنا شیخ د مخکښ اداکار سیدرات ملهوترا سره په نوي فلم کې لوبیږي. دا فلم چې شوټ ګن شادي نومیږي، ډیرې برخې يې رومانټیکې دي. د فلم لپاره په لومړي سر کې پلان و، چې شردا کپور ولوبیږي؛ خو نوموړې د یو شمیر دلیلونو له مخې په یاد فلم کې لوبیدل ونه منل. پرنټي چوپړا ددې فلم لپاره دوهم اپشن و، خو هغې هم د وخت له کمې له امله دا فلم نه دی منلی. اوس د فلم ډاریکټر وايي، چې په یاد فلم کې به مخکښ ښځینه رول فاطمه ثنا شیخ ولوبوي. فاطمه ثنا د لومړي ځل لپاره د عامرخان په دنګل فلم کې راڅرګنده شوه. اوس هم د عامرخان سره په ټکز اف هندوستان فلم کې لوبیږي. دا لومړی ځل دی، چې فاطمه له عامرخان نه پرته کوم بل ستوري سره فلم جوړوي. fatimasanashaikh19022018-660x330

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .