فرانسه:د سګریټو قیمته کیدل د یو میلیون سګرټیانو د کمیدو سبب شو

۸ جوزا , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۰:۳۸ ب.ظ -

د فرانسې حکومت د سګریټو د بیې زیاتیدو له کبله په دغه هېواد کې د سګریټ کارونکو په شمېر کې د یو میلیون کسانو د کمیدو خبر ورکوي .

ویل شوي دا کمښت د یوه کال په موده کې رامنځته شوی دی .

د فرانسې د روغتیا وزیر آنیس بوزن ویلي، چې هلته هره ورځ د غازاتو له کبله مري، چې په دوی کې د سګریټ کارونکو تلفات هم د پام وړ دي .

هغه دا هم ویلي، چې د سګریټو بیې د مالیې د زیاتیدو له وجې لوړه شوې چې پایلې یې هیله بښونکې دي .

د روانې میلادي میاشتې یو دېرشمه په نړۍ کې د دخانیاتو پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ ده .

د نړیوال روغتیایي سازمان د ارقامو له مخې هر کال څه باندې یو میلیون کسان د سګریټو د استعمال له کبله مري .

f

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .