فراه کې د هوايي بریدونو پر مهال نژدې ۲۰۰ طالبان وژل شوي

۲۶ ثور , ۱۳۹۷ ,ساعت ۲:۲۶ ب.ظ -
  باوري سرچېنو رسنیو ته وویل، چې په فراه کې د نړيوالو ځواکونو به هوايي بریدونو کې ۱۹۰ طالبان وژل شوي دي. سرچینو ویلي، چې  دغه هوايي بریدونه د شب کوه ولسوالۍ، د پشترو په چهاردي، د فراه مرکز اړوند خشک ابي او فرا رود سیمو کې شوي دي. سرچېنه وايي، په دغو بریدونو تر ټولو زیاته مرګ ژوبله شب کوه ولسوالۍ کې طالبانو ته اوښتې چې اتیا تنه یې وژل شوي. سرچېنې دا هم وویل چې دوولس وژل شوي طالبان یواځې شیوان کلي ته راوړل شوي چې له دې ډلې ملا باري مطمین، سور سیدو او حافظ د قوماندانو له ډلې دي. تر اوسه د ټپیانو کره شمیر نه دی مالوم خو اټکل دادی چې بریدونو کې به له سلو زیات ټپيان وي. دغه هوايي بریدونه تیره شپه شوي خو طالبانو تر اوسه بیا په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي. هوايي بریدونه امریکايي ځواکونه

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .