فراه کې هوايي بریدونو ۳۰ وسله وال ووژل

۲۷ حمل , ۱۳۹۷ ,ساعت ۹:۴۱ ق.ظ -
  فراه کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوايې بریدونوکې وسله والو طالبانو ته درنه مرګژوبله اوښتي . د فراه امنیه قومندان پاسوال فضل احمد شیرزاد وايې طالبانو تیره شپه د پشترود ولسوالۍ اړوند د تینګ سیمې پرامنیتي پوسته وسله وال برید وکړ. هغه وايې وروسته افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډه پردغه سیمې هوايې بریدونه پیل کړه چې په پایله کې يې اووه دیرش طالبان وژل سوي اوڅلور نور ټپیان دي . نوموړی وايې په وژل سووکسانو کې د طالبانو اووه مهم قومندانان چې ملاابراهیم او ملانعمت الله هم شامل دي وژل سوي . شیرزاد زیاته کړه عملیات د پریکنده مأموریت ځواکونو په ملاتړ ترسره سوي . هغه وايې ملاابراهیم او ملانعمت الله هغه کسان دي چې د پشترود ولسوالۍ جګړه د دوي له لوري رهبري کیده . امنیه قومندان زیاته کړه دغه راز د طالبانو په ځوابي ډزو کې د دوي یوملګری وژل سوی او دوه نور ټپیان دي . پشترود د فراه مرکز په څلو کیلومتری کې پرته ولسوالي ده چې په یوشمیر سیموکې وسله وال طالبان پراخ حضور لري . طالبانو تراوسه د دغې جګړې په اړه رسنیوته څه نه دي ویلي . هوايي بریدونه ۷۷  

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .