فزيکي فعاليت ښايي د دماغ زړښت لس کاله وځنډوي!

۲۲ جدی , ۱۳۹۷ ,ساعت ۴:۲۸ ب.ظ -

غواړئ چي په لوړ سن کي قوي حافظه ولرئ؟ يوې نوي څېړني ښودلې ده چي معتدل منظم قوي او ډېر زيات فزيکي فعاليت په لوړ سن کي ممکن د دماغ زړښت (د دماغ په اندازه، د ويني رګونو او د پوهي قوې کي تغييرات) تر لسو کلونو پوري وځنډوي.

د څېړني پر اساس، د هغو کسانو دماغ چي فزيکي فعاليت ئې نه درلود، تر هغو کسانو چي منظم فزيکي فعاليت ئې کړى و، لس کاله زيات ئې دماغي حجرات له زړښت سره مخامخ سوي وو.

د امريکا په متحده ايالتونو کي د ميامي پوهنتون د مطالعې ليکوال کلينټن داسي وايي: ((په امريکا کي د هغو کسانو تعداد پر زياتېدو دى چي د پنځه شپېته کلنۍ څخه لوړ دي، د دې معنى دا ده چي پر عامي روغتيا باندي د فکر کولو او حافظې مشکلاتو بار هم په ورته توګه پر زياتېدو دى.))

نوموړي د Neurology (عصبي پوهي) په يو انلاين ورځپاڼه کي داسي ليکلي دي: ((زموږ څېړني وښودله چي د لوړ سن کسانو له پاره منظم فزيکي فعاليت کېداى سي ژغورونکى وي، د دوى سره په دې کي مرسته کوي تر څو د پوهي او ادراک قوو عمر ئې نور هم اوږد سي.))

په دې څېړنه کي د ٨٧٦ کسانو څخه پوښتني سوي وې چي دوى کله او څومره وخت فزيکي فعاليت تر سره کوي. په اوسطه اندازه اووه کاله وروسته هر کس ته د حافظې او فکر کولو ټيسټونه سوي وو او پنځه کاله دوى بيا همدا ټيسټونه وکړل. په دې ګروپ کسانو کي ۹۰٪ ئې کم فزيکي فعاليت لرونکي لکه قدم وهل او يا هم فزيکي فعاليت نه لرونکي وبلل سول. دا ډله خلک په کښته فعاليت لرونکي ګروپ کي وټاکل سول. پاته ۱۰٪ کسان ئې معتدل قوي فزيکي فعاليت لرونکي وو چي په هغو کي د ځغاستي، اببازۍ او calisthenics (يو ډول ساده فزيکي فعاليتونه دي چي د دې له پاره تر سره کېږي تر څو وجود ټينګ، په آسانۍ سره کش کېدونکى او ښکلى جوړ سي) فعاليتونه شامل وو. دغه کسان بيا په زيات فعاليت لرونکي ګروپ کي وشمېرل سول. څېړني وښودله چي کم فزيکي فعاليت لرونکي تر زيات فعاليت لرونکو د دماغي پلوه ډېر پاته وو.

د دوى دواړو ډلو تر منځ توپير د لس کاله دماغي زړښت سره مساوي وبلل سو. نور فکتورونه چي کولاى سي د دماغ پر روغتيا باندي تاثير وکړي، د سګرېټ څکول، الکول استعمالول، د ويني لوړ فشار او BMI دي.

۲۸ ځله کتل شوی
دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed