فکر مې نه کول په کم وخت کې دومره ډېرې لاسته راوړنې ولرم.

۱۵ جوزا , ۱۳۹۷ ,ساعت ۲:۴۲ ب.ظ -

راشد خان له یوه هندي چینل سره په مرکه کې د خپلو لاسته راوړنو په اړه ویلي، هېڅکله يې هم فکر نه و کړى چې په دومره کمه موده کې به دومره ډېرې لاسته راوړنې ولري، دا د ده لپاره يو خوب دى. راشد خان دغه راز وايي له هند سره د کېدونکې ټسټ لوبې لپاره يې بشپړ چمتووالى نيولى او په ډېرې لېوالتيا یې انتظار کوي. ټاکل شوې ده چې دغه لوبه د روانې جون مياشتې په ١٤مه په بنګلور ښار کې پيل شي. راشد خان زياته کړې چې د ټسټ، يو ورځني او شل اووريزو سياليو تر منځ دومره ډېر توپير نشته، خو ټسټ لوبو کې د لوبغاړو د حوصلې او صبر امتحان اخيستل کېږي. د کرکټ په شل اووريزو لوبو کې د نړۍ لومړی نمبر لوبغاړى راشد خان وايي چې په ټسټ لوبه کې به د خپلې توپ اچوونې سټايل نه بدلوي. راشد خان وايي چې په ټسټ کرکټ کې ځیني وخت لوبغاړي په ٢٠ اورونو کې لوبغاړي نه شي سوځولى، خو بيا کله په دوو اورونو کې هم دوه لوبغاړ سوځوي. راشد خان وايي چې د ای پي اېل سياليو پر مهال د هندي کرکټ اتلو لوبغاړو سچن ټنډولکر، ويرات کوهلي، ام اس ډهوني او نورو ډېر ستایلی دی.

FB_IMG_1528190936890

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .