لاریونوالو د ډيپیکا یو مینوال سخت ډبولی

۱۰ دلو , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۱:۴۱ ق.ظ -

2

ګجرات کې د پاډماوت فلم اعتراض کوونکو د ډيپيکا پاډوکون یو مینوال سخت وهلی دی. دا کس چې اوپیندرا سنګ نومیږي، غوښتل يې چې د ډیپیکا پاډوکون لانجمن فلم (پاډماوت) وګوري. نوموړي د کجرات په یو هوټل کې د خپل بل ملکري سره په ټیلفون د فلم د لیدو پلان شریکاوه، چې اعتراض کوونکو پرې برید وکړ او سخت يې وواهه. اعتراض کوونکي له خلکو غواړي، چې فلم ونه ګوري او سینماګانو ته يې ګواښ کړی، چې دا فلم خپور نه کړي. پاډماوتي په کجرات کې نه خپریږي. د پاډوکون دې مینوال غوښتل چې د فلم لیدو ته ممبيي ته ولاړ شي. پاډماوتي، د هندوستان په یوې تاریخې کیسې جوړ شوی فلم دی، چې پکې ډیپیکا پاډوکون، رنویر سنګ او شاهد کپور لوبیدلي. لاریون کوونکي وايي، چې اصلي کیسه د فلم له کیسې سره په تضاد کې ده، د همدې له امله دوې د فلم د نه خپریدو غوښتنه کوي. بل پلو د هندوستان سترې محکمې د فلم د خپریدو اجازه ورکړې ده.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .