لسګونو میرمنو د سوله ییز لاریون په ترسره کولو سره د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د جګړې د اوربند مودې د غځیدو غوښتنې وکړې .

۲۳ جوزا , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۰:۲۹ ب.ظ -

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې نن ماښام لسګونو میرمنو د مخابراتو څلور لارې څخه تر پښتونستان څلور لارې پورې د سوله ییز لاریون په ترڅ کې د حکومت او افغان وسله والو طالبانو ترمنځ د جګړې د اوربند مودې د غځیدو غوښتنه وکړه .

FB_IMG_1528912443385

د میرمنو د یاد لاریون تنظیموونکې حسنا احمدزۍ وویل، د دې لاریون څخه یې موخه د ټولو ښکیلو خواو څخه جګړې ته د پای ټکي کېښودو غوښتنه ده . هغې زیاته کړه،ټولې میرمنې او خویندې د افغان وسله والو طالبانو له لورې د درې ورځني او د حکومت له لورې د اووه ورځني اوربند اعلان خوشحاله کړي،خو پر دواړو لورو غږ کوي،چې د دې اوربند موده دې وغځوي . د احمدزۍ په وینا د جګړې له امله یې د هېواد زرګونه میرمنې کونډې شوي،خویندې بې وروره شوي او میندې بوره شوي او له همدې امله له جګړې ستړي شوي،ځکه په هېواد کې د ټولو ښکیلو خواو څخه غواړي،چې د جګړې پر ځای د سیاسي فعالیت له مخې خپلو موخو ته ځآنونه ورسوي . یادو میرمنو،چې د سولې رنګ ټیکري یې په سر کړې وو او د سولې،امن ، اوربند او یو شمیر نورو موضوعاتو اړوند لیکلي شعارونه یې له ځآن سره لیږدول،پر نړیوالې ټولنې یې هم په هېواد کې د جګړې د پای ته رسیدو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه. دا لومړی ځل دی،چې لسګونه میرمنې د جلال اباد ښار په زړه کې د یوې څلور لارې څخه تر بلې څلور لارې پورې په پلې تګ سره د جګړې د پای ته رسیدو او اوربند مودې د غځیدو غوښتنې کوي .

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .