لس بد عادتونه، چې د پښتورګو پر ناروغۍ مو اخته کوي

۲۰ حوت , ۱۳۹۶ ,ساعت ۶:۰۹ ب.ظ -

ژباړه: حمیدالله حمیدي

ډېر ښه او بد عادتونه شته چې زموږ د ژوند یوه برخه ګرځېدلي او پرېښودل یې سخت دي. خو که پوه شو چې ځینې بد عادتونه مو د روغتیا پر زیان دي، نو بیا یې په اسانۍ سره پرېښودلی شو. ورځني عادتونه مو پر روغتیا مستقیم اغېز لري. ډېری بد عادتونه چې موږ ارزښت نه ورکوو، زموږ اندامونو ته زیان رسوي او د بېلا بېلو مهلکو ناروغیو لامل کېږي. په دې لیکنه کې مو هغو بدو عادتونو ته اشاره کړې چې بډوډي پر ناروغۍ اخته کوي.

۱- د مسکنو درملو ډېر خوراک

cfaddfc2bf2e9424ee07b2e09e36451f_L

د مسکنو او التهاب ضد ټابلېټونو ډېر خوراک ښايي ستاسو دردونه ارام کړي، خو په ورته وخت کې مو بډوډو ته زیان رسوي. دغه زیان هغه وخت یو پر دوه کېږي چې مخکې مو د بډوډو ناروغي تېره کړې وي او یا هم اوس ورسره لاس او ګرېوان وی. د مسکنو او التهاب ضد درملو کارول را کم کړئ او هېڅ وخت د ډاکټر له مشورې پرته دا ډول درمل مه خورئ.

۲- د ډېرې مالګې خوړل

د ډېرې مالګې او سوډیم لرونکو خوراکي توکو خوړل د وينې فشار لوړوې چې په دې توګه پر بډوډو هم فشار ډېرېږي. خوړو ته مو د زیاتې مالګې پر ځای د سبزیو او معطرو بوټو په وسیله خوند او رنګ ورکړئ. د وخت په تېرېدو سره په اسانۍ کولی شی چې په خوړو کې له کمې مالګې سره عادت شی.

۳- د پېک شويو خوراکي توکو خوړل

بل هغه بد عادت چې ستاسو پر بډوډو ناوړه اغېز کوي، د پېک شویو او بسته بندي شویو خوړو خوراک دی. دغه راز د چپسو، برګر او سره کړای شويو خوړو خوراک هم د بډوډو پر زيان تمامېږي. په پېک شویو خوړو کې د سوډیمو کچه لوړه وي. هغه کسان چې د بډوډو له ناروغۍ سره لاس او ګرېوان دي، باید په خپلو خوړو کې د سوډیمو کچه را ټیټه کړي. دغه راز څېړنو ثابته کړې ده چې په بسته بندي شویو خوړو کې د فاسفورس کچه هم لوړه وي. که د بډوډو ناروغي لری، دغه څه مو هم پر زیان تمامېږي. هڅه وکړئ له (DASH) غذایي رژیم څخه ګټه واخلئ. ډش غذایي رژیم له سبزیو، مېوې، غلو دانو، لبنیاتو، د کب له غوښې، حبوباتو او هغو څښاکونو څخه جوړ دی چې د خوږو کچه پکې کمه وي.

۴- د اوبو نه څښل

د ډېرو اوبو څښل مو له بډوډو د مضرو او اضافي موادو په وتلو کې مرسته کوي. همدا راز د ډېرو اوبو څښل مو په بډوډو کې د ډبرو له جوړېدو او شدید درد څخه ساتي. کېدای شي ځینې کسان له دې کبله چې بډوډي یې کمزوري دي مجبور شي چې لږې اوبه وڅښي، خو یو نورمال کس باید په یوه ورځ کې له یوه نیم تر دوو لېترو پورې اوبه وڅښي.

۵- کم خوبي

د شپې له خوا په ښه ډول استراحت کول د ټول بدن د روغتیا او په تېره بیا د بډوډو د روغتیا لپاره اړین دي. د خوب پر مهال بډوډي خپل فعاليتونه تنظیموي او د نورو ۲۴ ساعتونو د فعالیت لپاره تیاری نیسي.

۶- د سرې غوښې په خوړلو کې افراط کول

په لوړه کچه د حيواني پروټينو اخيستل په وینه کې د اسیدو د زیاتوالي لامل کېږي چې دغه څه بډوډو ته زیان رسوي او د اسيدوز حالت رامنځته کوي. په دې وخت کې بډوډي نه شي کولی چې اسيد په چټکۍ سره له منځه يوسي او بالاخره له فشار سره مخ کېږي. دا سمه ده چې په خوړو کې د پروټينو شتون د بدن د دفاعي ځواک لپاره اړین دی، خو په هر څه کې باید انډول په پام کې ونیول شي. دغه راز پرته له سرې غوښې په مېوو او سبزیو کې هم پروټین موندل کېږي.

۷- د خوږو په خوړلو کې افراط کول

خواږه د چاغوالي اصلي لامل دي چې د وینې فشار لوړوي او د شکرې ناروغۍ لامل هم کېږي. د وینې لوړ فشار او د شکرې ناروغي بیا د بډوډو ناروغۍ ته په اسانۍ سره لاره هواروي. پر دې سربېره اوس ځینې داسې خواړه او څښاک جوړ شوي چې خوند يې ډېر خوږ نه دی خو د خوږو کچه پکې دومره لوړه وي چې تصور يې نه کېږی. د دې خوړو او څښاک کارول هم پر بډوډو ناوړه اغېزه کوي، ځکه ډېر خواږه د وینې لوړ فشار او د بډوډو ناروغۍ ته لاره هواروي. نو د تیارو شویو خوړو له خوړلو مخکې د هغوی لومړني مواد هرو مرو  وګورئ، که یې خواږه له کچې زیات وي له خوړلو یې ډډه وکړئ.

۸- د سيګرېټو څکول

ټولو ته جوته ده چې سیګرېټ څکول زړه، سږو او په ټوله کې د انسان روغتیا ته زیان رسوي، خو ایا په دې هم پوهېدی چې بډوډو ته هم زیان رسوي. هغه کسان چې سيګرېټ څکوي د ادرار له لارې یې په زیاته کچه پروټین له بدن څخه خارجېږي چې دغه څه بيا په خپل وار سره بډوډو ته زيان رسوي.

۹- د الکولو کارول

هغه څښاک چې د الکولو سلنه پکې لوړه وي او په ورځ کې تر څلور ځلې پورې وڅښل شي، انسان د بډوډو پر مهلکې ناروغۍ اخته کوي. خو هغه کسان چې له الکولو کارولو سره یو ځای سيګرېټ هم څکوي پر دې ناروغۍ د اخته کېدو احتمال يې دوه برابره زیاتېږي. په ټوله کې دغه کسان د نورو عادي وګړو په پرتله پنځه برابره زیات د بډوډو پر ناروغۍ اخته کېدای شي.

۱۰- ډېر پر یوه ځای کېناستل

ډېر کېناستل د بډوډو له ناروغۍ سره مستقیمه اړیکه لري. څېړونکو تر اوسه دا نه ده ثابته کړې چې ولې د ډېر وخت لپاره ځای پر ځای کېناستل د بډوډو ناروغي پیدا کوي، خو دا بیا ثابته شوې ده چې فزیکي کړنې د ګلوکوزو سوځېدو ته لاره هواروي او دغه څه د بډوډو پر روغتیا مثبت اغېز کوي.

(1)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .