لعل افا پتوال د هلمند استناف محکمې د نوي مشر په توګه دنده پېل کړه

۲۳ سنبله , ۱۳۹۶ ,ساعت ۷:۳۹ ق.ظ -

د سترې محکمې عالي شورا په وړانديز او د جمهوري رياست د حکم په اساس د هلمند استناف محکمې لپاره لعل آقا پتوال د نوي رييس په توګه ټاکل شوی، چې نن يې په رسمي توګه خپله دنده پېل کړه.

د نوموړي پېژند غونډه کې هلمند والي حيات الله حيات، مرستيال والي سردامحمد همدرد، د ولايتي شورا رييس محمد کريم اتل او د بېلابېلو ملکي او نظامي ادارو مسُولينو، قاضيانو او څارنوالانو ګډون درلود.

هلمند والي حيات الله حيات د خپلو خبرو پر مهال د مخکني رييس محمد سلېمان رسولي ماموريت وستايه او زياته يې کړه، نوموړي په استناف محکمه کې د تېر په پرتله ژور اصلاحات او بدلونونه رامنځته کړل، نو پر همدې اساس په تېر شاوخوا يو نيم کال کې ولايت مقام ته له محکمې هيڅ ستونزه او شکايت نه دی شوی.

هغه، اوسني رييس لعل آقا پتوال ته د مبارکۍ ويلو ترڅنګ په قضايي چارو کې د لا شفافيت، د عدالت تامين، اصلاحاتو او پر محاکمو د خلکو باور زياتېدو غوښتنې وکړې.

ښاغلي حيات وايي: محکمه يوه ازاده او خپلواکه قوه ده او هيڅ زورواکي ته به پکې د لاس وهنو اجازه ورنکړل شي.

هلمند والي وويل: عدلي، قضايي او نورې اړوند ادارې دې خپل ترمنځ همږغي لا هم قوي کړي، ترڅو د عدالت پر ټيکاو ولاې پرېکړې وشي او قانون پلې شي.

21728698_1235624306582897_1383515120607443074_o

د سترې محکمې څخه د راغلي پلاوي يوه غړي مولوي عبدالرحمان رحيمي د هلمند استناف محکمې لپاره د ټاکل شوي رييس حکم ولوست او ټينګار يې وکړ، چې د هيواد په محاکمو کې تازه بدلونونه د اصلاحاتو او ښايستګۍ پر اساس شوي دي.

د ولايتي شورا رييس محمد کريم اتل، محکمه د عدالت کور ياد کړ او له نوي رييس څخه يې غوښتنه وکړه، چې هلمند کې د پخوانيو ستونزو او دوسيو څېړنه له سره وکړي او عدالت تامين کړي. نوموړي هم د مخکني رييس له کړنو او فعاليتونو څخه ستاينه وکړه او په محاکمو کې يې د اصلاحاتو په دوام ټينګار وکړ.

د استناف محکمې لپاره نوي ټاکل شوي رييس لعل آقا پتوال په خپلو خبرو کې د سترې محکمې له رهبرۍ او جمهور رييس څخه د مننې کولو ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د خپل ماموريت پر مهال به د عدالت تامين، د قانون تطبيق او محکمه کې د اړتيا وړ اصلاحات رامنځته کړي.

ورپسې هلمند والي حيات الله حيات او د بېلابېلو ادارو مسُولينو لوري، نوی رييس پر خپله څوکۍ کېنول شو او ورته په چارو کې د برياليتوب لاسونه پورته شول.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .