لغمان: د اليشنګ خلکو د سولې په تړاو غونډه وکړه

۲۴ جدی , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱:۳۰ ب.ظ -

د لغمان د اليشنګ ولسوالۍ قومي مشران، ځوانان او ديني عالمان د سولې او د نظام څخه د ملاتړ په هدف راټول شوي وو.

دوی ويل، سوله يې لومړيتوب دی، د نظام ملاتړ کوي او په خپلو سيمو کې به د نشه يي توکو کښت ونه کړي.

په جوړه شوې غونډه کې د الیشنګ ولسوال قاضي حبیب الرحمن او د لغمان امنیه قوماندان پاسوال فضل احمد شېرزاد د سولې پر اړتيا، امنيت او د نشه يي توکو پر مخنيوي خبرې وکړې.

26238775_1392574900871666_2074843006244309550_n

امنیه قوماندان پاسوال فضل احمد شېرزاد په جوړه شوې غونډه کې مخالفینو ته خبرداری ورکړ، چې د سولې لاره دې خپله کړي او که نه وي نو په راتلونکي کې به د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري د سختو ماتو سره مخامخ شي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .