لغمان: يو شمېر راستنو شويو ته جوړ کورونه وسپارل شول

۲۱ جوزا , ۱۳۹۷ ,ساعت ۸:۵۶ ق.ظ -

د لغمان ولايت راستنو شويو ته د ۹۰ زره ډالرو په ارزښت نوي جوړ شوي کورونه وسپارل شول.

 د لغمان ولايت رسنيز دفتر ليکي، ياد کورونه د قرغیو ولسوالۍ اړوند دعزیزخان کڅ په ښارګوټي کې ۳۶ راستنو شو کورنیو ته کورونه چې دوه اطاقونه، دهلیز او نور ضروري ملحقات لري وسپارل شول.

په همدې اړه په مراسمو کې لغمان والي محمداصف ننګ د یادو همکارو موسسو څخه مننه وکړه چې تل یې په لغمان کې کډوالو سره په هره برخه کې همکاري کړې.

35067634_1538027649659723_4767132107619172352_n

ښاغلي ننګ ټولو راستنو شو او داخلي بې ځایه شو کورنیو ته وویل ولایتي اداره په دې هڅه کې ده ، چې تاسې ته نورې ډیرې اسانتیاوې هم برابرې کړي.

ورپسې د کډوالو چارو ریس ښاغلي شاکر وویل په دغه هر کور چې نن راستنو شو کورنیو ته وسپارل شول په جوړیدو یې ۲۵۰۰ امریکایې ډالر لګښت شوی چې مجموعي لګښت یې ۹۰ زره امریکایې ډالره کیږي.

.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .