لغمان: په ۱۰۵۰ اړمنو کورنیو د خوراکي توکو مرسته وویشل شوه

۲۲ حوت , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱:۲۰ ب.ظ -

د لغمان ولایت مقام په لارښوونه د لغمان د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو ریاست په هلو ځلو او دغه راز د خوراک نړیوال سازمان ( WFP ) په مالي ملاتړ په الیشنګ او قرغیو ولسوالیو کې په ۱۰۵۰ اړمنو او بې بضاعته کورنیو د خوراکي توکو مرسته د یادو ولسوالیو د ولسوالانو او اړونده مسولینو په لاسونو وویشل شوه.

په برابره شوې مرسته کې د هرې کورنۍ لپاره اوړه، غوړي، دال، مالګه او نور بېلا بېل خوراکي توکي شامل ول، چې سروې یې د مربوطه ادارو له لوري مخکې له مخکې تر سره شوې وه.

29101864_1449888301806992_5389096540388588638_n

د مرستو د ویش پر مهال د الیشنګ ولسوال قاضي حبیب الرحمن او د قرغیو ولسوال محبت الله شېرزاد د اړمنو کورنیو له راغلو استازو سره د خبرو پر مهال وویل چې ولایت مقام او ولایتي اداره په هڅه کې ده څو په هره برخه کې د زیانمنو او بې وسه کورنیو سره مرسته او همکاري وکړي.

 نوموړو زیاته کړه چې د غریبو د لاسنیوي په برخه کې به یادو ولسوالیو ته د لا نورو مرستندویه ادارو پام را واړوي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .