لغمان کې د څه باندې ۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت نوې پروژې پيل شوې

۱۵ قوس , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱:۲۶ ب.ظ -

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ( دولس میلیونه ،اته نوي زره او اته سوه اتیا ) افغانیو په مالي لګښت په سلطان غازي بابا ښارګوټي کې د (۶۳۰) متره په اوږدوالي د سړک د دواړو غاړو د ویالو، پياده رونو. حفاظتي دېوال او شنو نمونه یی سیمو جوړولو چارې پیل شوې.

لغمان والي ولسونو ته د نویو پروژو مبارکي ورکړه او د یادو پروژو د کارونو پیل یې د ښار جوړونې،ابادۍ،انکشاف او د ښاریانو د ستونزو د هوارئ لپاره ګټورې او مهمې یادې کړې.

24312863_1356232047839285_6254892677494619776_n

لغمان والي زیاته کړه چې د ښار د پراختیا، ابادۍ، سمسورتیا او په معیاري توګه د جوړولو په برخه کې یو شمیر نورې پروژې هم چمتو دي چې په نېږدې راتلونکي کې به یې کارونه پیل شي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .