لغمان: یو مخالف وسلوال د برید پر مهال د پولیسو له لوري په ډزو وویشل شو

۱۶ قوس , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱:۳۱ ب.ظ -

د لغمان ولايت رسنيز دفتر لخوا خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، نن شا و خوا یوه بجه په مهترلام ښار کې زړې قوماندانۍ ته نېږدې يو وسله وال مخالف د پوليسو په ډزو ووېشتل شو.

خبرپاڼه ليکي، د زمین ګل ولد خیالي ګل په نوم یو تن مخالف وسلوال چې د پنج پای د سیمې اصلي اوسیدونکی او د مخالفینو د مشهور قوماندان عثمان د ګروپ غړی دی د پولیسو له لوري تر نښه کېدو وروسته په ډزو ویشتل شوی چې دا مهال په روغتون کې د کوما په حالت کې دی.

947155_331111113684722_2081490052_n

یاد مخالف وسلوال لومړی په سیمه کې د پولیسو په روان رنجر موټر یو لاسي بم غورځولی و او د دوهم بم د غورځول پر مهال د پولیسو له لوري د په نښه کېدو وروسته په ډزو ویشتل شوی.

د لاسي بم په چاودنه کې درې تنه پولیس هم سطحي ټپیان شوي، چې تر درملنې وروسته خپلې دندې ته ګرځېدلي دي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .