له افغان خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۵۴۹ دوسيې ثبت شوي

۲۳ سنبله , ۱۳۹۷ ,ساعت ۹:۱۲ ق.ظ -
په کابل کې د افغان خبریالانو د مصئونیت کمېټه وايي، په تېرو څلورو کلونو کې پر افغان خبریالانو د خشونت ۵۴۹ دوسیې ثبت شوې، چې ۵۶ پکې د قتل دي. دغه کمېټه ويي، چې د ملي یووالي حکومت له رامنځته کېدو وروسته له ۲۰۱۴ کال نه تر ۲۰۱۸ کال پورې هر کال ۱۴ خبریالان په شهادت رسېدلي او دا د دوی لپاره د اندېښنې وړ ده. یاده کمېټه وايي، چې په دې موده کې ګڼ خبریالان وهل شوي، د زورواکانو له خوا تهدید شوي او ګڼ نور اختطاف شوي دي. د ملي یووالي حکومت تېر څلو کاله دوره د افغان خبریالانو لپاره له مرګ ژوبلې، تهدیدونو او اختطافونو ډکه ده.    
د لومړي ځل لپاره ددغه حکومت په دوره کې پر افغان خبریالانو ځانمرګي او موټر بم بریدونه وشول او د خبریالانو د ترور، تهدید او اختطاف پېښې د پخوا په پرتله څو چنده زیاتې شوې.
    د افغانستان د خبریالانو د مصئونیت کمېټه وايي، چې په تېرو څلورو کلونو کې د افغان خبریالانو پر وړاندې د خشونت ۵۴۹ د دوسیې ثبت شوې، چې ۵۶ پکې د وژل کیدو دي. دغه کمېټه وايي، چې له ۲۰۱۴ کال نه تر ۲۰۱۸ کال پورې هر کال ۱۴ خبریالان په شهادت رسېدلي او په ۹۶ نورو پېښو کې خبریالان ټپیان شوي دي. د خبریالانو د مصئونیت کمېټه د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې دغه مخ پر ډېریدو خطرات د اندېښنې وړ بولي. د افغان خبریالانو د مصئونیت کمېټه  د خبریالانو د ژوند د خوندیتوب په اړه خپلې اندېښنې داسې مهال څرګندوي، چې د ملي یووالي حکومت له رامنځته کېدو وروسته د بیان او معلوماتو ته د لاسرسي ازادي محدوده شوې او رسنیو ته یوازې طبقه بندي شوي معلومات ور کول کیږي. khabaryalan.mp4_snapshot_00.47_2018.07.18_19.05.39    

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .