له امریکا سره د امنیتي تړون د لغوه کېدو غوښتنې

۲۲ سنبله , ۱۳۹۷ ,ساعت ۴:۴۷ ب.ظ -

یو شمېر افغانان له امریکا سره د شوي امنیتي تړون د لغوه کولو غوښتنه کوي. مدني ټولنې له امریکا سره امنیتي تړون د افغان وژنې په مانا یادوي او د بدیلو لارو چارو غوښتنه کوي. پر امریکا نیوکه ده چې افغانستان له حساس پړاو څخه د تیریدو په حال کې دی او په دې وروستیو کې وضعیت بحراني شوی، خو تر اوسه یې د امنیتي تړون مادې نه دي عملي کړي. د کابل او واشنګنټن ترمنځ امنیتي تړون د نورو موخو ترڅنګ د دې لپاره لاسلیک شو، چې افغانستان او امریکا ترمنځ د دفاعي او امنیتي تدابیرو په برخو کې نږدې همکارۍ دوام ومومي، د افغانستان وړتیاوې به پیاوړې کړي ترڅو د خپلې ملي واکمنۍ، امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا پر وړاندې ګواښونه دفع کړي.    
خو د لاسلیک وروسته چې اوس څلور کاله تیریږي، د دې تړون مخالفین زیاتیږي چې افغانستان وضعیت یې خراب کړی دی.
   
د افغانستان ښاري خوځښت مشر مهدي مبشر له افغان امنیتي او دفاعي مسؤلینو هم وغوښتل چې په خپلو چارو کې پاتې راغلي او باید استعفا ورکړي. دغه راز پر بشري حقونو کمېسیون نیوکه ده چې تر اوسه یې د وروستیو پېښو په اړه ځان غلی کړی او ښکاره دریځ نلري.همدا تیره ورځ حضرت صبغت الله مجددي هم مخکینی ولسمشر حامد کرزی او یو شمېر نور اشخاص وروغوښتي وو او په امنیتي تړون یې بیا له سره د غور او فکر غوښتنه وکړه.
   
خو همدې صبغت الله مجددي د حامد کرزي د واکمنۍ په وروستیو کې پر کرزي فشار راوړ چې تړون لاسلیک کړي، که نه نو دی هجرت کوي.
  خو له امریکا سره امنیتي تړون د دیپلوماتیکو اړیکو له لارې د دوه اړخیزې موافقې یا د یوه لوري لخوا بل لوري ته د دوه کاله وړاندې لیکلې خبرتیا په ورکړې سره فسخ کېدای شي. دغه تړون په درې نسخو کې د ۲۰۱۳ میلادي کال په نومبر میاشت کې په کابل کې په پښتو، دري او انګریزي ژبو ترتیب او د محمد اشرف غني د ولسمشرۍ د لوړې پر دویمه ورځ، په کابل کې د حنیف اتمر او امریکایي سفیر له لوري لاسلیک شو.
امنیتي تړون  

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .