له جرمني څخه يو ايستل شوی افغان د کابل په يو هوټل کې مړ موندل شوی

۲۱ سرطان , ۱۳۹۷ ,ساعت ۶:۳۸ ق.ظ -

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت رسنيز سلاکار حفيظ احمد مياخېل وايي، يو ۲۳ کلن افغان تېرو څو ورځو کې له ۶۸ نورو افغان پنا غوښتونکو سره له جرمني کابل ته راستون کړی شوی وو، چې يو هوټل کې يې مړی موندل شوی.

هغه په یوه هوټل کې، چې د کډوالو یوې نړیوالې موسسې کرایه کړی و، موقتاً د دې لپاره اوسېده چې خپل اصلي ولایت هرات ته واستول شي.

download

د مهاجرت د نړیوالې ادارې یا (IOM) پر اساس د دغه ځوان مړی د سې شنبې په ورځ وموندل شو او ظاهراً یې ځان پخپله وژلی دی.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .